جلال اباد (پژواک، ٧ وږی ۹۷): په ننګرهار کې د انيس بشير په نوم يو انځورګر غواړي پر دېوالونو د عدم تشدد د ستر مبارز خان عبدالغفار خان باچا خان د انځورونو په رسمولو د هغه فکر او مبارزه ژوندۍ کړي.
هغه وايي، هڅه کوي ځوان کهول او راتلونکي نسل ته دا فکر ورکړي، چې باچا خان د لوی افغانستان او د ستر پښتون قوم د يووالي لپاره مبارزه کړې او دا مبارزه بايد ژوندۍ وساتل شي.
نوموړی د وږي په ۶مه د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د باچا خان مزار ته ورغلی او د مزار پر دروازه يې د هغه انځورونه رسم کړل.
انيس بشير په داسې حال کې چې د جلال اباد تود لمر يې له بدن څخه خولې روانې کړې وې، په تورو او سرو رنګونو يې د باچا خان درې انځورونه د هغه د مزار د دروازې دواړو خواوو ته رسم کړل.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه چاره يې ځکه وکړه چې پر لاره تېرېدونکو خلکو داسې فکر نه کاوه چې دلته دې د پښتون قوم د يو داسې ستر خدمتګار مزار وي، بلکې فکر کېده چې د سوداګريزو توکو د کوم سرای دروازه ده.
نوموړی دا ګيله هم لري چې د مبارزې لاسنيوی يې څوک نه کوي، نور لګښتونه خو څه چې څوک د رنګ پيسې هم نه ورکوي؛ خو اوس يې ځينو ملګرو يو څه همکاري کړې ده.
بشير وايي: ((د لوی افغانستان تحريک د ملګرو په مالي همکارۍ مې نن دا تصويرونه جوړ کړل، نور به هم مخ ته ځو، نورو ولايتونو ته هم دا لړۍ غځوو. د دوی فکر به موجوده نسل او را روان نسل ته رسوو.))
نوموړی زياتوي، لومړی پر پنسل د انځور خاکه جوړوي او بيا يې وروسته د لمر او باران ضد د اوبو په رنګونو انځوروي.
له هغه سره د ملګرو له ډلې يو هم عمران دلاور و، چې د انځورونو تر جوړېدو وروسته د باچا خان مزار ته د پژواک له خبريال سره يوځای ورغی.
دی وايي، فکر يې کاوه چې د باچا خان مزار به د يو پراخه او ښکلي باغ درلودونکی وي، ودانۍ به يې په ډېر ښه کيفيت جوړه شوې وي، خو هر څه يې سرچپه وليدل.
انس بشير زياتوي: ((زه چې دلته راغلم، ومې ليدل چې هر څه کنډواله دي، مزار نيمه کاره پاتې دی، په ودانۍ کې تياره ده، حتی سپي په کې پراته دي، د دومره لوی انسان مزار بايد داسې نه وی، حکومت بايد دې ته جدي توجه وکړي.))
کلونه وړاندې د خان عبدالغفار خان پر مزار کار پيل شوی و، د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي، د هغه کورنۍ يې خپله رغوي؛ خو تر اوسه يې نه هم حکومت غم وخوړه او نه يې هم کورنۍ د مزار کارونه بشپړ کړل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن