ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې ځیني خلک د پوځي عملیاتو له امله زیانمن او بېځایه شوي

author avatar
29 Aug 2018 - 16:54
author avatar
29 Aug 2018 - 16:54

لښکرګاه (پژواک، ۷ وږی ۹۷): د هلمند والي وايي چې د روانو عملياتو په ترڅ کې به د نادعلي ولسوالۍ تر څنګ د لښکرګاه ښار ځينې سيمې بېرته له وسله والو طالبانو ونيول شي.

خو بل لور ته د سيمې خلک بيا وايي چې روانو عملياتو له ستونزو سره مخ کړي او د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د هلمند والي محمد ياسين خان د وږي په اوومه د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې د روانو عملياتو په ترڅ کې به د لښکرګاه ښار د څلورمې حوزې اړوند د باباجي سيمه له طالبانو بېرته ونيول شي.

ده زياته کړه چې امنيتي ځواکونو د نادعلي ولسوالۍ په چاه انجير سيمه کې عمليات پيل کړي، د دې سيمې تر نيولو وروسته به د نادعلي لوى مانده هم ونيول شي.

والي هيله څرګنده کړه چې د يادو سيمو په نيول کېدو سره به د لښکرګاه ښار بابا جي سيمه هم امنيت شي.

د نوموړي په خبره، د نيولو شوو سيمو د ساتنې په موخه به پوستې جوړې شي او د همدې عملياتو په ترڅ کې به يو شمېر لويې لارې هم امنيت شي.

ده وويل چې د دغو عملياتو د هوايي بريدونو په ترڅ کې د طالبانو د سوق ادارې مرکزونه او پټنځايونه هم له منځه تللي دي.

ياسين خان زياته کړه: ((ډېرو طالبانو له جګړې لاس اخيستى دى، د سولې او اوربند پلويان دي چې په دې سره په هلمند کې سږ کال امنيت هم ښه شوى دى.))

خو بل لور ته د هلمند ولايتي شورا رييس عطااءلله افغان وويل چې د پرسونل د کمښت له امله روان عمليات کمزوري دي.

هغه وايي: ((کومې سيمې چې امنيتي ځواکونه ونيسي، له مقاومت او جګړې پرته يې بېرته پرېږدي، ځکه چې پرسونل يې کم دى.))

افغان زياتوي چې له دې ډول عملياتو خلک په تنګ شوي او د درېدو غوښتنه يې کوي.

د لښکرګاه ښار په بولان سيمه کې د عملياتو له امله د بېځايه شوو کورنيو په استازيتوب سکندر پژواک ته وويل چې د نادعلي ولسوالۍ له چاه انجير څخه سلګونه کورنۍ دې سيمې ته کډه شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.