ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سمنګانو کې بادامو تر ۴ زره ټنه ډېر حاصل کړی

په سمنګانو کې بادامو تر ۴ زره ټنه ډېر حاصل کړی

author avatar
29 Aug 2018 - 20:16
په سمنګانو کې بادامو تر ۴ زره ټنه ډېر حاصل کړی
author avatar
29 Aug 2018 - 20:16

ايبک (پژواک، ٧ وږی ٩٧): په سمنګان ولایت کې د بادامو حاصلات ۴۱۵۰ ټنو ته رسېدلي چې دا شمېره د تېر کال په پرتله ۳۸ سلنه ډېروالی ښيي.

په یاد ولایت کې د کرنې ریاست مدير نجیب الله جویا د دغه خبر تر څنګ پژواک خبري اژانس ته وویل، د کرنې ریاست دغې شمېرې له باغونو نه د څېړنې په وسیله ترلاسه کړې دي.

هغه زیاته کړه، تېر کال دغه حاصلات ۳۰۰۰ ټنه و.

د ریاست د معلوماتو له مخې، په سمنګان ولایت کې د بادامو ۴۸۸۰ جريبه باغونه موجود دي او زیاتره باغونه یې په مرکز، حضرت سلطان او خرم سرباغ ولسوالیو کې موجود دي.

باغوانان هم د بادامو باغونو د حاصل زیاتېدو ته خوشحاله دي.

د ایبک سرقند سیمې باغوان طلابای وویل، د بادامو پنځه جريبه باغ لري او سږ کال یې له دې باغ نه ۱۷۰ زره افغانۍ ترلاسه کړې دي.

هغه زیاته کړه، دغه اندازه پیسې یې ځینې کورنۍ ستونزې پوره کوي او د باغ له حاصل یې راضي دی.   

په سمنګانو کې د مېوې سوداګر حاجي نقیب الله وویل، سږ کال په دغه ولایت کې یو من بادام له زرو تر ۳۵۰۰ افغانیو پلورل کېږي.  

تېر کال په دغه ولایت کې یو من بادام له ۸۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ افغانیو پلورل کېدل.

د هغه په خبره، په سمنګانو کې بادام په ستاربایي، خیرالدیني، شکوربایي، قمبري، مروجي، صندوقي، کاغذي و سنکګ نومونو یادېږي او ښه بادام یې ستاریابي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د سمنګانو ۶۰ سلنه بادام هند، پاکستان او عربي متحده ایالاتو او نور یې په داخلي بازارونو په ځانګړې توګه کابل او بلخ کې پلورل کېږي.

په سمنګانو کې پر بادامو سربېره انګور، زردالو او نورې مېوې هم پیدا کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.