ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په مزار شریف کې د ۷۵ جوړو ډله ییز واده وشو

په مزار شریف کې د ۷۵ جوړو ډله ییز واده وشو

author avatar
29 Aug 2018 - 16:00
په مزار شریف کې د ۷۵ جوړو ډله ییز واده وشو
author avatar
29 Aug 2018 - 16:00

مزارشريف (پژواک، ۷ وږی ۹۷): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د ۷۵ ځوانو جوړو د واده مراسم ترسره شول.

د ډله ييز واده دغه مراسم د وږي په ۷مه د مزارشريف ښار په سجاديه ښارګوټي کې د حسينيه دارالعلوم له خوا د دې مدرسې د کنفرانسونو په تالار کې نیول شوي وو.

د حيسنيه مدرسې يوه استاد او د يادو ډله ييزو ودونو تنظيموونکي سيدمحمد حسيني پژواک ته وويل چې په دغو مراسمو کې یې د ۷۵ ځوانو جوړو ودونه وکړل.

نوموړي زياته کړه، د هرې جوړې پر واده ۵۰۰۰۰ افغانۍ لګښت راغلی چې د حسنيه مدرسې ادارې له خوا ورکړل شوې دي.

حسيني زياتوي، له دغه کار څخه يې موخه له هغو ځوانانو او نجونو سره مرسته کول دي چې کوژدې يې کړې وي خو د اقتصادي ستونزو له امله يې ودونه ځنډېدلي وي.

هغه وايي: ((په دې ۷۵ جوړو کې د هر قوم او هرې ژبې خلک شته، زموږ لپاره معيار دا دی څو له هغو خلکو سره مرسته وکړو چې د واده کولو توان نه لري، موږ د دغو کسانو په اړه دقيقه سروې کړې او بيا مو په دغو مراسمو کې د ګډون زمينه ورته برابره کړه.))

نوموړی پر هغو خلکو نيوکه کوي چې په خپلو ودونو کې د اصراف تر کچې لګښت کوي.

هغه زياتوي چې د واده کولو مسوونه طريقه دا ده چې لږ لګښت وشي او له اصراف کولو په کې ډډه وشي.

د ده په خبره، د واده تر څنګ هرې جوړې ته د کور لپاره ځيني اړين توکي لکه د خوب بستر، د پخلنځي وسايل او داسې نور هم ورکول کېږي.

حسيني زياته کړه، په راتلونکي کې به يو شمېر هغو ځوانانو او پېغلو ته هم د واده کولو زمينه برابره کړي چې د ناسمو رواجونو له امله يې د ګډ ژوند مخه نيول شوې وي.

په دغو مراسمو کې د علي په نوم يو ځوان هم واده وکړ او خپله ناوې يې کور ته بوتله چې کوژده يې کړې وه؛ خو د واده کولو وس يې نه درلود.

نوموړي پژواک ته وويل چې په ښار کې د ترکارۍ پلورلو دوکان لري او همدومره پيدا کوي چې خپله ورځ پرې وچلوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.