ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: د نا امنیو له امله د اروزګان د مستوفیت عواید کم شوي

چارواکي: د نا امنیو له امله د اروزګان د مستوفیت عواید کم شوي

author avatar
29 Aug 2018 - 16:31
چارواکي: د نا امنیو له امله د اروزګان د مستوفیت عواید کم شوي
author avatar
29 Aug 2018 - 16:31

ترينکوټ (پژواک، ۷ وږی ۹۷): د اروزګان ولایتي مسوولین وایي چې له تېرو دوو کلونو راهيسې د پرله پسې جګړو له امله د دغه ولايت کلني عوايد کم شوي دي.

د ماليې پر وخت راټولول، د خلکو عامه پوهاوی او په دې برخه کې د پرتو ستونزو د له منځه وړو لپاره د وږي په ٧مه په ولایت مقام غونډه جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې ټينګار وشو چې باید دولتي او غیر دولتي ادارې، هټۍ وال او ښاریان پر وخت مالیه تحویل کړي، څو له یوی خوا د عوایدو لپاره ورکړل شوی هدف پوره شي او د همدې ماليې په واسطه خدمات وړاندې شي.

د ولایت مرستیال عطاالله فضلي وويل، په دغه ولایت کې له تېرو څو کلونو راهیسې یو شمېر دولتي ادارو، هټۍ والو، او د خصوصي سکتور مسوولینو مستوفیت ریاست ته عواید نه دې تحویل کړي چې له امله یې سلګونه زره افغانۍ پوروړي دي.

هغه زياته کړه، د عوایدو راټولولو لپاره اوس د یوې ګډې کمیټې پر جوړېدو کار کېږي او له دې وروسته به هغه کسان چې پر وخت عواید نه ورکوي او یا هم زورواکي وي، قانوني چلند به ورسره وشي.

فضلي وايي، اړوندو ادارو ته سپارښتنه شوې څو مالیاتي ادارو مسوولینو او سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي او د هغوی امنیت هم خوندي کړي.

نوموړي هم ومنله چې نا امنۍ د دغه ولايت د عوايدو د کموالي يو له سترو لاملونو دي.

دغه راز په دې غونډه کې د یو شمېر ادارو مسوولينو هم وويل چې نا امنۍ او د لویو لارو بندېدو د هغوی د مالیاتي عوایدو د کمښت لامل شوی دی.

د اروزګان مستوفي رحیم الله هېوادوال وويل، هغوی ته له تېرو څو کلونو راهیسې د مالیې وزارت له خوا د ۷۲ میلیونه افغانیو عوایدو راټولولو هدف ټاکل شوی چې په تېرو دوو کلونو کې دوی د هدف پوره کېدو په برخه کې پاتې راغلي.

هغه زياته کړه چې نا امنۍ او د لویو لارو بندېدو له امله خپل ټاکل شوى هدف نه شي پوره کولى.

همدارنګه په غونډه کې د برېښنا شرکت ولایتي مسوول او د ترانسپورت ریاست استازي وویل، په امن سیمو کې زورواکې پر وخت د برېښنا لګښت نه ورکوي او سلګونه زره پیسې ورباندې پاتې دي.

د برېښنا شرکت مشر سمیع شرافت وایي، د لسګونو کسانو لېست یې امنیې قوماندانۍ ته سپارلی څو پیسې ترې واخلي خو وایي چې لا هم د دوی د برېښنا بېل نه دې تحویل شوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.