ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: پکتيا کې ٤١ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

چارواکي: پکتيا کې ٤١ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
29 Aug 2018 - 14:43
چارواکي: پکتيا کې ٤١ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
29 Aug 2018 - 14:43

ګردېز (پژواک، ٧ وږى ٩٧): د پکتيا سيمه ييز مسوولين وايي چې افغان ګډو ځواکونو د سيد کرم ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې عمليات کړي چې په ترڅ کې يې ١٩ طالبان وژل شوي او ٢٢ نور ټپيان شوي دي.

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت د وږي په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې عمليات د يادې ولسوالۍ په کوهسين، لکړۍ او غورېځي سيمو کې شوي دي.

حسرت وويل چې د افغان ځواکونو دغه ځمکني او هوايي عمليات د کشفي راپورونو پر اساس په هغو ځايونو کې ترسره شوي چې وسله وال مخالفين په کې راټول شوي وو.

د ده په خبره، د عملياتو په ترڅ کې يو وسله وال طالب ژوندى هم نيول شوى چې دمګړۍ تر پوښتنو لاندې دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د پکتيا ولايتي شورا غړو د ګردېز د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې وه او ويلي يې وو چې پر دغه ښار د بريد لپاره وسله وال مخالفين ځينو ځايونو کې راټول شوي دي.

ولايتي چارواکي بيا حالت ډاډمن بولي او وايي چې وسله وال مخالفين يې ځپلي او پر ښار بريد نشي کولى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.