ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چين: غواړو افغانستان د سيمې د هېوادونو د همغږۍ پر مرکز بدل شي

چين: غواړو افغانستان د سيمې د هېوادونو د همغږۍ پر مرکز بدل شي

author avatar
29 Aug 2018 - 19:46
چين: غواړو افغانستان د سيمې د هېوادونو د همغږۍ پر مرکز بدل شي
author avatar
29 Aug 2018 - 19:46

کابل (پژواک ٧ وږى ٩٧): له تروریزم سره د مبارزې او امنیتي مسایلو په چارو کې د چین د دولت وزیر وايي، هېواد يې غواړو افغانستان د سیمې د هېوادونو د همغږۍ پر مرکز بدل شي.

نوموړي دغه خبرې نن ماسپښين په ګلخانه ماڼۍ کې له ولسمشر غني سره په کتنه کې کړې دي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني له تروریزم سره د مبارزې او امنیتي مسایلو په چارو کې د چین ولسي جمهوریت د دولت وزیر چینګ ګوپینګ خپل حضور ته ومانه.

سرچينه کاږي، په دې کتنه دواړو لورو د امنیتي او اقتصادي مسایلو د پرمختګ په ځانګړي ډول چین ته د افغانستان د صادراتو او تروریزم سره د ګډې مبارزې په اړه بحث او خبرې وکړې.

چینګ ګوپینګ وویل، د چین حکومت او خلک د افغانانو تر څنګ دي او د اوربند او د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې په پروسه کې له هیڅ ډول همکارۍ دریغ نه کوي.

هغه زیاته کړه: "موږ غواړو افغانستان د سیمې د هېوادونو د همغږۍ پر مرکز بدل شي چې دا موضوع د دواړو هېوادونو او سیمې د اقتصادي پراختیا په ګټه ده او دا د چین د جمهور رئیس شي جینګ پینګ لیدلوری هم دی."

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې د افغانستان په ځانګړي ډول د سولې اوثبات د ټینګښت په برخه کې د چین ولسي جمهوریت د جمهور رئیس او خلکو له مثبت لیدلوري مننه وکړه.

ده وویل، افغانستان او چین د سوداګریزو، ترانزیټي او صادراتي همکاریو د ودې په برخه کې ښه ظرفیتونه لري چې د دواړو هېوادونو پلاوي به په دې برخه کې کار وکړي.

نوموړي، تروریزم د دواړو هېوادونو او نړۍ ګډ دښمن وباله، وې ویل، پر ګډه مبارزه کولای شو دا شومه پدیده له منځه یوسو.

د يادونې وړ ده چې ياد شوي چينايي چارواکي له اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله سره هم ليدلي او په دوه اړخيزو مسايلو يې ورسره خبرې کړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.