ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک په خوست کې د جوړېدونکو پلونو پر خراب کيفيت نيوکه کوي

خلک په خوست کې د جوړېدونکو پلونو پر خراب کيفيت نيوکه کوي

author avatar
29 Aug 2018 - 16:04
خلک په خوست کې د جوړېدونکو پلونو پر خراب کيفيت نيوکه کوي
author avatar
29 Aug 2018 - 16:04

خوست ښار (پژواک، ۷ وږی ۹۷): د خوست د ولايتي شورا يو شمېر غړي او عام خلک وايي چې په دغه ولايت کې د فوايد عامې وزارت له لوري د جوړېدونکو پلونو د کار کيفيت ډېر ټيټ دی.

دوی وايي که اړوند مسوولې ادارې دې برخې ته پر خپل وخت پاملرنه ونه کړي، اندېښنه دا ده ټول هغه پلونه به چې دا مهال په دغه ولايت کې تر کار لاندې دي او يا جوړ شوي دي، د تخريب له ګواښ سره مخ شي.

د دغو پلونو له ډلې يو هم د مرکز اړوند د خاني خوړ په سيمه کې جوړېدونکی پول دی چې چارې يې څه موده مخکې د فوايد عامې وزارت د انکشافي بوديجې له خوا د ۱۸،۲ ميليونه افغانيو په لګښت پيل شوې دي.

د دغه پله د بنسټ ډبره د تېر ۱۳۹۶ لمريز کال د لړم په ۴مه د خوست والي حکم خان حبيبي له خوا اېښودل شوې وه، خو د ناڅرګندو دلايلو له امله يې چارې څه موده ځنډېدلې وې او اوس بېرته پيل شوې دي.

خو اوس د ولايتي شورا ځيني غړي او په دې لار تلونکي د درېیو ولسواليو (صبري، باک او ځاځي ميدان) اوسېدونکي وايي چې د کار د کيفيت ټيټوالي له امله د پول لپاره د خوړ دواړو غاړو ته جوړ شوي دېوالونه د سېلاب اوبو زيانمن کړي دي.

متخېل يو له هغو موټر چلوونکو څخه دی چې په دې لار هره ورځ ځاځي ميدان ولسوالۍ ته تګ راتګ کوي.

نوموړي له پژواک خبري اژانس سره خبرو کې وويل چې پول لا تکميل شوی نه دی خو د سېلاب اوبو يې دېوالونه تخريب کړل.

هغه وايي که د پله چارې همداسې مخې ته ولاړې شي نو په ډېره لنډه موده کې به ټول پول له منځه ولاړ شي او پيسې به بې ګټې لګول شوې وي.

دی زياتوي: ((د پول دواړو خواوو دېوالونه د ځمکې پر سر جوړ شوي دي، هغه بله ورځ له سخت باران وروسته کله چې په دغه خوړ کې اوبه راغلې، نو د دېوالونو له بېخونو يې شګه يووړه او اوس دېوالونه په هوا ولاړ دي.))

د خوست ولايتي شورا منشي جانمير ځاځي هم پژواک خبري اژانس خبرو کې وويل چې د دغه پله چارې په ډېر ټيټ کيفيت سره روانې دي او وايي که پول تکميل هم شي، د خلکو د استفادې وړ به نه وي.

نوموړی وايي، تر هغه چې د پول د ارزونې لپاره يو مسلکي ټيم ته دنده نه وي سپارل شوې او په سمه توګه يې ترې نظارت نه وي کړی، ولايتي شورا دې اړوند ساختماني شرکت ته د کار اجازه نه ورکوي.

هغه زياته کړه: ((دا پول بايد ړنګ شي او له سره بيا ورغول شي، ځکه ديوالونه يې د ځمکې په سر جوړ شوي دي. د ټولګټور چارو رياست او نورو اړونده ادارو ترې سم نظارت نه دی کړی او د پله کارونه ټول بې کيفيته دي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.