د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د پکتيا ولايتي چارواکي: ګردېز ښار له امنيتي ګواښ سره مخامخ نه دی

د پکتيا ولايتي چارواکي: ګردېز ښار له امنيتي ګواښ سره مخامخ نه دی

Aug 29, 2018 - 17:41

ګردېز (پژواک،٧وږى٩٧): د پکتيا ملکي او نظامي چارواکو هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې ګردېز ښار له کوم لوى امنيتي ګواښ سره مخامخ دى او په دې اړه خپاره شوي راپورونه يې تبليغات وبلل.

په پکتيا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو درستيزوال جنرال روح الله خليل اوغلو نن په خبري کنفرانس کې د ګردېز امنيتي وضعيت ډاډمن وباله او ويې ويل، هېچا ته به د ښار د نظم او امنيت د ګډوډلو اجازه ورنه کړي.

د هغه په وينا، په پکتيا کې وسله وال طالبان سخت ځپل شوي او د لوی بريد توان نه لري.

ده زياته کړه: ((طالبانو! که چېرې تاسو وغواړئ چې پر ګردېز ښار بريد وکړئ، نو داسې سبق به درکړو چې ستاسو او د بادارانو مو د تل لپاره له ياده ونه وځي.))

جنرال اوغلو وايي، ملي پوځ له نورو امنيتي ارګانونو سره په همغږۍ هر ډول حالت ته چمتووالی او په خپلو اړوندو سيمو کې لازم تحرکات لري.

نوموړي وويل، وسله والو طالبانو د سولې وړانديز په ردولو سره وښوده چې په هېواد کې ارامي نه غواړي او پردۍ جګړه مخ ته وړي.

همدارنګه د پکتيا والي شميم خان کټوازی، چې ګردېز ښار ته راوتلی او له خلکو سره يې کتل، وويل چې په پکتيا کې کافي نظامي ځواک شته او وسله وال طالبان هېڅکله کوم لوی بريد نه شي کولی.

نوموړی وايي: ((د پکتيا ټول ولس ته ډاډ ورکوم چې پکتيا د دې زون تر ټولو قوي ولايت دی او دښمن د بريد هېڅ توانايي نه لري. دلته د وسله وال مخالف راتګ به د ده په مرګ تماميږي او هېڅ طالب او پنجابی به زړه ښه نه کړي چې پر پکتيا حمله وکړي.))

کټوازی هم پر ګردېز ښار د وسله والو طالبانو د بريد خبره رواني او تبليغاتي جګړه بولي، چې په خبره يې د ځينو کړيو او رسنيو له خوا په مخ وړل کېږي.

نوموړی وايي: ((د دښمن ځينې حلقې دلته د مدني ټولنو او په نورو نومونو هم شته چې غير مستقيم د مخالفينو په نفعه تبليغ کوي او ځينې وخت رسنۍ هم خبرې غلطې کوټ کوي، چې تېره شپه يې هم غلطې کوټ کړې وې.))

بل لور ته د ګردېز اوسېدونکي وايي چې له تېرې ورځې راهيسې د امنيتي ګواښونو د اوازو په اورېدو وېرېدلي، خو د مسوولو چارواکو له ډاډ او ګرځېدو سره بېرته ډاډمن شوي دي.

د دوی له ډلې يوتن محمد جاوېد صديقي پژواک ته وويل چې خلک پر امنيتي ځواکونو باور لري او طالبان هيڅ مهال نه شي کولى پر ګردېز ښار بريد وکړي.

ده زياته کړه: ((د افغان دولت مخالفين او پنجابيان هيڅ وخت پر ګردېز ښار حمله نه شي کولى، موږ پر خپلو ځواکونو باور لرو.))

د ګردېز بل اوسېدونکی محمد وسيم له استخباراتي او امنيتي ارګانونو غواړي چې دوامداره کلک امنيتي تدابير ولري؛ ځکه په خبره يې وسله وال مخالفين له معمولي غفلت نه په ګټې اخيستو هم غواړي بريدونه وکړي.

وسيم وويل: ((دوی غواړي په دغسې اوازو سره د خلکو په منځ کې وېره ايجاد کړي او خلکو ته روحي تکليف ورسوي؛ دا حمله ناشونې ده، د ګردېز د خلکو وحدت هم دوی ته اجازه نه ورکوي چې پر ګردېز ښار حمله وکړي، خو امنيتي ادارې بايد خپل تدابير ولري.))

ياده دې وي چې تېره ورځ د پکتيا د ولايتي شورا ځينو غړو د ګردېز د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې وه او ويلي يې وو چې وسله وال مخالفين غواړي پر دغه  ښار بريد وکړي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement