د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سیاسي ګوندونو او حرکتونو د خپلو غوښتنو عملي کېدو په موخه لاریونونه وکړل

سیاسي ګوندونو او حرکتونو د خپلو غوښتنو عملي کېدو په موخه لاریونونه وکړل

Aug 29, 2018 - 17:05

کابل (پژواک، ۷ وږی ۹۷): د سیاسي ګوندونو او جریانونو پلویان او استازو په کابل کې د څو لارو په تړلو له حکومته د خپلو غوښتنو پر پوره کېدو ټينګار وکړ او ويې ویل، د حق د نه ترلاسه کېدو په صورت کې به پراخ لاریونونه وکړي.

په ټاکنو کې سیاسي ګوندونو ته ونډه ورکول، د لېږد وړ رایې ته د واحدې رایې د سیستم بدلون، په بایومتریک ډول د رایې ورکوونکو نوم لیکنه د سیاسي ګوندونو او حرکتونو مهمې غوښتنې دي.

نن د سیاسي ګوندونو او جریانونو سلګونو پلویانو د کابل ښار په څو برخو لکه سرای شمالي، د مسعود یا عامي روغتیا څلورلارې او بنايي چوک کې لاریونونه وکړل او ګواښ یې وکړ چې که غوښتنو ته یې پاملرنه ونه شي لاریونونه به نور هم پراخ کړي.

د حزب وحدت سیاسي ګوند غړي عیسی رحیمي چې له مسعود څلورلارې سره یې د سلګونو کسانو په منځ کې رسنیو ته وویل، نن د افغانستان د لوی اېتلاف سره تړلو اوو سیاسي جریانونو  د دوی د غوښتنو د نه منلو لپاره مدني لاریونونه پیل کړي.

هغه د سیاسي ګوندونو د غوښتنو لپاره د حکومت پر نه پاملرنه نیوکه وکړه او زیاته یې کړه، حکومت دا حق نه لري چې د افغانستان د خلکو برخلیک برمته کړي او باید د سیاسي ګوندونو او جریانونو د غوښتنو هرکلی وکړي.

نوموړي په ډاګه کړه چې د سیاسي ګوندونو یوه غوښتنه د لېږد وړ رایې سیستم ته د واحدې (نه لېږدېدونکې) رایې سیستم بدلول دي چې د ټاکنو د بهیر په بدلون او سیاسي ګوندونو د اغېزمن ګډون سره د فساد مخنیوی وشي.

د هغه په باور، په ټاکنیزو سیستمونو کې د اصلاحاتو راوستلو په صورت کې به یوه پیاوړې ولسي جرګه رامنځته شي.

د افغانستان د لوی ايتلاف بل غړي فضل الرحمن اوریا هم دې ته په اشاره چې حکومت رڼو او عادلانه ټاکنو ته ژمن نه دی زیاته کړه: ((حکومت وخت وژنه کوي او په دې ډول اوازو د خلکو فکرونه مصروفوي او د بې پرې او خپلواکو ټاکنو پر ځای د انتصاباتو هڅه کوي.))

په بګرامۍ ولسوالۍ کې د حزب اسلامي کلتوري مسوول عمراخان شيوه وویل، دغه ملي بهیر باید په ټول هېواد کې د سیاسي ګوندونو تر څارنې لاندې په شفاف او خپلواک ډول ترسره شي.

نوموړې زیاته کړه: ((موږ یو ځل بیا د سیاسي ګوندونو پر غوښتنو ټینګار کوو، که غوښتنو ته یې پاملرنه ونه شي، په راتلونکي کې به پراخ لاریونونه وکړو.))

د ولسي جرګې ټاکنو په اړه د سیاسي ګوندونو او جریانونو په ګډه خبرپاڼه  کې راغلي: ((موږ سیاسي ګوندونو او جریانونو څو ځله اعلان کړی چې د خلکو د قانوني غوښتنو د ترلاسه کولو لپاره چې شفافه ټاکنې او او د رایې نه ضایع کېدل دي قوي مبارزه کوو او هېڅکله به له خپلو غوښتنو په شا نه شو.))

خبرپاڼه زیاتوي، سیاسي ګوندونو او جریانونو څو ځلې اعلان کړی و چې مدني حرکتونه ترسره کوي، د فساد دروازې به تړي او تر فساد لاندې نه ځي، نو له دې امله ننني لاریونونه په مرکز او ولایتونو کې د پراخو مدني حرکتونو پیل دی.))

د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: ((سیاسي ګوندونه او جریانونه له حکومت سره د خبرو دروازه پرانیستې او هلیه من دي چې حکومت د خلکو دمدني حرکتونو ته پاملرنه وکړي، له دې پرته به مدني حرکتونو ته دوام ورکړي او په ټولو ولایتونو کې به پراختیا ورکړل شي، په دې صورت کې به هر ډول پایلې د ټاکنو کمېسیون او حکومت پر غاړه وي.))

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني د سیاسي ګوندونو له استازو سره تر کتنې وروسته امر وکړ چې د یادو ګوندونو او حکومتي استازو یوه ګډه غونډه د جوړه شي چې د ټاکنو د وخت په نظر کې نیولو سره د سیاسي ګوندونو د طرحې تر څېړنې وروسته عملي طرحه جوړه کړي.))

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement