ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې جګړې ځپلو ۱۳۰۰ کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه

غزني کې جګړې ځپلو ۱۳۰۰ کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه

author avatar
29 Aug 2018 - 15:09
غزني کې جګړې ځپلو ۱۳۰۰ کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه
author avatar
29 Aug 2018 - 15:09

غزني ښار (پژواک، ٧ وږى ٩٧): غزني کې د سرې مياشتې له لوري پر ١٣ سوه جګړه ځپلو کورنيو خوراکي توکي وېشل شوي او دغه لړۍ لا هم روانه ده.

د سرې مياشتې د مرکزي دفتر سرپرست ډاکتر ميرويس اکرم د وږي په اوومه په غزني کې خبريالانو ته وويل چې د دوى د ټيمونو له لوري د جګړې ځپلو کورنيو سروې پيل شوې ده.

هغه وايي چې تر اوسه دوى له ١٣ کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې کړې او پام کې لري چې له اووه سوه نورو کورنيو سره يې هم وکړي.

ده زياته کړه چې په دې مرستو کې وريجي، غوړي، لوبيا، وچ چاى او مالګه شامل دي.

نوموړى زياتوي: ((دغه مرستې له هغو کورنيو سره ترسره کېږي چې د غزني په وروستۍ جګړه کې ځپل شوې دي خو ځينې بېوزله کورنۍ هم په کې شاملې دي، دمګړۍ موږ د دوه زره کورنيو لپاره مرستې غزني ته راوړې خو که شمېر له دې ډېر هم شي موږ به هغوى ته هم مرستې ورسوو.))

دغه راز د غزني د سرې مياشتې مشر عبدالعليم نوري وويل چې له جګړې وړاندې هم دوى سروې کړې وه خو په دې مرستو کې ډېرې هغه کورنۍ شاملې دي چې د جګړې له امله ځپل شوې دي.

همدارنګه يوه مرسته اخيستونکي محمد اکبر پژواک ته وويل چې دغه مرستې دوى ته بسنه نه کوي.

هغه وايي: ((زما په ګډون د ډېرو خلکو کورونه په جنګ کې له منځه تللي، ټول سوځېدلي دي، دغه کومکونه زموږ هېڅ هم نه شي کولاى.))

شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې وسله والو طالبانو پر غزني ښار ډله ييز بريد وکړ چې له امله یې يو شمېر کورونه، هټۍ او مارکېټونه هم وسوځېدل.

د غزني حکومتي چارواکو د معلوماتو له مخې، په دې جګړه کې ١٤٠ امنيتي سرتېري، ٦٠ ملکي وګړي او پنځه سوه طالبان وژل شوي او درې سوه ملکي وګړي او څلور سوه طالبان ټپيان شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.