د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

هلمند کې ځیني خلک د پوځي عملیاتو له امله زیانمن او بېځایه شوي

هلمند کې ځیني خلک د پوځي عملیاتو له امله زیانمن او بېځایه شوي

Aug 29, 2018 - 16:54

لښکرګاه (پژواک، ۷ وږی ۹۷): د هلمند والي وايي چې د روانو عملياتو په ترڅ کې به د نادعلي ولسوالۍ تر څنګ د لښکرګاه ښار ځينې سيمې بېرته له وسله والو طالبانو ونيول شي.

خو بل لور ته د سيمې خلک بيا وايي چې روانو عملياتو له ستونزو سره مخ کړي او د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د هلمند والي محمد ياسين خان د وږي په اوومه د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې د روانو عملياتو په ترڅ کې به د لښکرګاه ښار د څلورمې حوزې اړوند د باباجي سيمه له طالبانو بېرته ونيول شي.

ده زياته کړه چې امنيتي ځواکونو د نادعلي ولسوالۍ په چاه انجير سيمه کې عمليات پيل کړي، د دې سيمې تر نيولو وروسته به د نادعلي لوى مانده هم ونيول شي.

والي هيله څرګنده کړه چې د يادو سيمو په نيول کېدو سره به د لښکرګاه ښار بابا جي سيمه هم امنيت شي.

د نوموړي په خبره، د نيولو شوو سيمو د ساتنې په موخه به پوستې جوړې شي او د همدې عملياتو په ترڅ کې به يو شمېر لويې لارې هم امنيت شي.

ده وويل چې د دغو عملياتو د هوايي بريدونو په ترڅ کې د طالبانو د سوق ادارې مرکزونه او پټنځايونه هم له منځه تللي دي.

ياسين خان زياته کړه: ((ډېرو طالبانو له جګړې لاس اخيستى دى، د سولې او اوربند پلويان دي چې په دې سره په هلمند کې سږ کال امنيت هم ښه شوى دى.))

خو بل لور ته د هلمند ولايتي شورا رييس عطااءلله افغان وويل چې د پرسونل د کمښت له امله روان عمليات کمزوري دي.

هغه وايي: ((کومې سيمې چې امنيتي ځواکونه ونيسي، له مقاومت او جګړې پرته يې بېرته پرېږدي، ځکه چې پرسونل يې کم دى.))

افغان زياتوي چې له دې ډول عملياتو خلک په تنګ شوي او د درېدو غوښتنه يې کوي.

د لښکرګاه ښار په بولان سيمه کې د عملياتو له امله د بېځايه شوو کورنيو په استازيتوب سکندر پژواک ته وويل چې د نادعلي ولسوالۍ له چاه انجير څخه سلګونه کورنۍ دې سيمې ته کډه شوې دي.

هغه زياته کړه: ((دلته چې دا کومې کورنۍ راغلې، کورونه يې بمبار شوي، ډېر زيات تاوانونه ورته اوښتي دي، يا دې حکومت عمليات چټک کړي او يا دې هم بند کړي چې خلک بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.))

د سکندر په وينا، بېځايه شوې کورنې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي خو تر اوسه ورته پاملرنه هم نه ده شوې.

دغه راز د حيات په نوم يو بل کس پژواک ته وويل چې د حکومت له لوري پيل شوو عملياتو خلکو ته ستونزې جوړې کړې دي.

ده زياته کړه: ((د همدغو عملياتو له امله د خلکو کورونه پر هاوانونو لګېدلي، دوکانونه يې بند دي او کاروبار يې په ټپه ولاړ دى.))

د يادونې ده، شاوخوا درې کاله وړاندې وسله والو طالبانو د چاه انجير او باباجي سيمې له حکومته نيولې دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement