د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په مزار شریف کې د ۷۵ جوړو ډله ییز واده وشو

په مزار شریف کې د ۷۵ جوړو ډله ییز واده وشو

Aug 29, 2018 - 16:00

مزارشريف (پژواک، ۷ وږی ۹۷): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د ۷۵ ځوانو جوړو د واده مراسم ترسره شول.

د ډله ييز واده دغه مراسم د وږي په ۷مه د مزارشريف ښار په سجاديه ښارګوټي کې د حسينيه دارالعلوم له خوا د دې مدرسې د کنفرانسونو په تالار کې نیول شوي وو.

د حيسنيه مدرسې يوه استاد او د يادو ډله ييزو ودونو تنظيموونکي سيدمحمد حسيني پژواک ته وويل چې په دغو مراسمو کې یې د ۷۵ ځوانو جوړو ودونه وکړل.

نوموړي زياته کړه، د هرې جوړې پر واده ۵۰۰۰۰ افغانۍ لګښت راغلی چې د حسنيه مدرسې ادارې له خوا ورکړل شوې دي.

حسيني زياتوي، له دغه کار څخه يې موخه له هغو ځوانانو او نجونو سره مرسته کول دي چې کوژدې يې کړې وي خو د اقتصادي ستونزو له امله يې ودونه ځنډېدلي وي.

هغه وايي: ((په دې ۷۵ جوړو کې د هر قوم او هرې ژبې خلک شته، زموږ لپاره معيار دا دی څو له هغو خلکو سره مرسته وکړو چې د واده کولو توان نه لري، موږ د دغو کسانو په اړه دقيقه سروې کړې او بيا مو په دغو مراسمو کې د ګډون زمينه ورته برابره کړه.))

نوموړی پر هغو خلکو نيوکه کوي چې په خپلو ودونو کې د اصراف تر کچې لګښت کوي.

هغه زياتوي چې د واده کولو مسوونه طريقه دا ده چې لږ لګښت وشي او له اصراف کولو په کې ډډه وشي.

د ده په خبره، د واده تر څنګ هرې جوړې ته د کور لپاره ځيني اړين توکي لکه د خوب بستر، د پخلنځي وسايل او داسې نور هم ورکول کېږي.

حسيني زياته کړه، په راتلونکي کې به يو شمېر هغو ځوانانو او پېغلو ته هم د واده کولو زمينه برابره کړي چې د ناسمو رواجونو له امله يې د ګډ ژوند مخه نيول شوې وي.

په دغو مراسمو کې د علي په نوم يو ځوان هم واده وکړ او خپله ناوې يې کور ته بوتله چې کوژده يې کړې وه؛ خو د واده کولو وس يې نه درلود.

نوموړي پژواک ته وويل چې په ښار کې د ترکارۍ پلورلو دوکان لري او همدومره پيدا کوي چې خپله ورځ پرې وچلوي.

نوموړي زياته کړه: ((دوه کاله کېږي چې کوژده مې کړې وه، خو د واده لپاره حيران وم چې څنګه به يې کوم. دا دی خدای مهربانه شو او د حسنيه مدرسې له خوا په وړيا ډول واده راته وشو.))

هغه خوښ دی چې په لږ لګښت يې واده وکړ او خپله د ژوند ملګرې کور ته بيايي.

په دغو مراسمو کې واده شوي ځوانان بيا له هغو کسانو غوښتنې لري چې په خپلو ودونو کې ډېر مصرف کوي.

نجيبه چې نن يې په دغو مراسمو کې له خپل کوژدن سره واده وکړ، خوشاله ده چې پر واده يې هېڅ لګښت نه دی راغلی.

هغې له شتمنو کسانو غوښتنه وکړه چې له بېوزلو ځوانانو سره مرسته وکړي، څو هغوی خپل بخت پسې لاړ شي.

نوموړې زياتوي چې په دې پروسه کې د نوم ثبتونې پر مهال يې لسګونه داسې جوړې وليدې چې حسنيه مدرسې ته د واده کولو په موخه راغلې وې، خو دلته شمېر پوره و.

د حسنيه مدرسې مسوولين وايي، سږ يې څلورم کال دی چې بېوزله کوژده شوو هلکانو او نجونو ته د واده کولو زمينه برابروي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement