ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نږدې راتلونکي کې د هند او افغانستان ترمنځ په لوړه کچه ناستې ترسره کېږي

په نږدې راتلونکي کې د هند او افغانستان ترمنځ په لوړه کچه ناستې ترسره کېږي

author avatar
29 Aug 2018 - 13:58
په نږدې راتلونکي کې د هند او افغانستان ترمنځ په لوړه کچه ناستې ترسره کېږي
author avatar
29 Aug 2018 - 13:58

 

کابل (پژواک، ٧ وږى ٩٧): په کابل کې د هند سفير وايي چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان او هند د لوړپوړو پلاوو ترمنځ د رسمي لیدنو لړۍ پيل شي.

د ملي امنيت شورا مطبوعاتي دفتر له خوا د وږي په ٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت سلاکار ډاکتر حمدالله محب په کابل کې د هندوستان له سفیر وینې کومار سره وکتل.

سرچينې يزاته کړې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او هندوستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر اوسني حالت او د ګډو امنیتي، سیاسي او اقتصادي چارو د پراختیا او بهبود پر څرنګوالي خبرې وکړې.

په افغانستان کې د هندوستان سفیر ویني کومار محب ته د ملي امنیت د سلاکار په توګه د نوي دندې د مبارکۍ تر څنګ د خپل هېواد له دومداره همکاریو ډاډ ورکړ.

نوموړي په افغانستان کې د هندي وګړو د امنیتي ترتیباتو په برخه کې د یو لړ وړاندیزونو تر څنګ د افغانستان او هندوستان تر منځ د ګډ امنیتي کمېسیون د پرېکړو پر تطبیق او راتلونکي ناستې خبرې وکړې او د اجنډا پر مواردو یې خپل نظر شریک کړل.

د هند سفیر همدارنګه په نږدې راتلونکي کې د دواړو هېوادونو د لوړپوړو پلاوو ترمنځ د رسمي لیدنو او ملاقاتونو په اړه خپل معلومات ورکړل.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکارد هندوستان له سفیر څخه مننه وکړه، چې هېواد یې په حساس تاریخي پړاو کې له افغانانو سره همکاري او ریښتني دوستي کړي ده.

هغه  د هند سفیر ته ډاډ ورکړ چې د سیمه ییزو او نړیوالو بحثونو په موخه به دوامداره اړیکې ساتي او د راتلونکو سیاسي، امنیتي او اقتصادي برنامونو د تطبیق په برخو کې به سلا مشورې کوي.

ډاکتر محب د ملي امنیت شورا دفتر اړوندو مسوولينو ته دنده وسپارله چې د هندوستان له سفارت سره مربوطه چارې تعقیب کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.