ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“که نسي ولسوالۍ ته په بېړه کومکي ځواکونه ونه رسېږي، سقوط به شي”

“که نسي ولسوالۍ ته په بېړه کومکي ځواکونه ونه رسېږي، سقوط به شي”

author avatar
29 Aug 2018 - 15:56
“که نسي ولسوالۍ ته په بېړه کومکي ځواکونه ونه رسېږي، سقوط به شي”
author avatar
29 Aug 2018 - 15:56

فیض اباد (پژواک، ٧ وږی ٩٧): د بدخشان سیمه ییز چارواکي د دغه ولایت په نسي درواز ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سختې جګړې خبر ورکوي او وايي چې که مرستندوی ځواکونه سیمې ته ونه رسېږي، ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورځي.

د نُسي درواز ولسوال ابراهیم قیومي پژواک ته وویل، افغان امنیتي ځواکونو نن سهار اته بجې د طالبانو پر سنګرونو بریدونه پيل کړل.

د نوموړي په خبره، جګړه د ولسوالۍ په درې کیلومترۍ کې روانه ده، د شکي، مایمي او کوفب ولسوالیو پولیس د امنیتي ځواکونو مرستې ته ورغلي.

هغه زیاته کړه چې تر اوسه د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه لري.

قیومي زیاته کړه: ((د ولسوالۍ ۸۰ سلنه خاوره اوس مهال د طالبانو تر لاس لاندې ده او ګاونډيو ولسوالیو ته غځېدلې ټولې مواصلاتي لارې یې تړلې دي.))

د هغه په خبره چې یو شمېر وسله والو د طالبانو ملاتړ ته له راغستانه نسي ولسوالۍ پر لور حرکت کړی دی.

قیومي د یادې ولسوالۍ له امنیتي وضعیته د اندېښنې په څرګندولو ويلي، که د ولایت له مرکزه یادې ولسوالۍ ته د الوتکو له لارې مرستندوی ځواکونه ونه رسېږي، ولسوالۍ به سقوط وکړي.

نوموړي زیاته کړه، په داسې حال کې چې وسله وال مخالفین پر درنو وسلو سمبال دي خو افغان امنیتي ځواکونه کم امکانات لري.

نُسي ولسوالي له تاجکستان سره ګډه پوله لري او د شکي، مایمي او کوفاب ولسوالیو اکمالات له دې لارې ترسره کېږي او د نُسي ولسوالۍ له سقوط وروسته به یادې ټولې ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ شي.

په همدې حال کې د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري وویل، ټاکل شوې د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ د عامه نظم ځواکونه د فیض اباد هوايي ډګر له لارې په دوو چورلکو کې نُسي ولسوالۍ ته ولېږل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.