کابل (پژواک، ٧ وږى ٩٧): د مشرانو جرګې د رييس په مشرۍ د افغانستان يو لوړپوړى پلاوى د چين په نړيوال نندارتون کې ګډون کوي.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر له خوا د وږي په ٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د چين، اسيا او اروپا د صنايعو او توليداتو په شپږم نړيوال نندارتون کې د ګډون په موخه د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلمیار نن سهار په يوه رسمي سفر چین ته روان شوى دى.
سرچينې زياته کړې چې د مختلفو توليداتو درې ورځنی نندارتون نن له غرمې وروسته د چين په سينګيانګ ايالت کې پرانيستل کېږي.
چين ته تر روانېدو مخکې د مشرانو جرګې رييس مسلميار وويل چې چين د افغانستان نږدې ګاونډی او مخلص دوست هېواد دى او افغانستان ورسره خپلو اړيکو ته ډېر ارزښت ورکوي.
هغه زياته کړې، په نندارتون کې پر ګډون سربېره به د چين له لوړپوړو چارواکو سره د هېواد د کانونو پر استخراج، صنعت، اقتصاد، سوداګرۍ او پانګونې پر موضوعاتو خبرې کوي.
مسلميار وايي چې دغه راز به د چين له مشرانو سره د دواړو هېوادونو د همکاريو پر زياتولو او د سولې په راوستلو کې د چين پر ونډې او رول هم خبرې وکړي.
تمه کېږي چې لسګونه هېوادونه به په دغه نندارتون کې خپل توکي او تولیدات نندارې ته کېږدي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن