پلخمري (پژواک ٨ وږى ٩٧): د سالنګ د لويې لارې د لس کيلومتره سرک د جوړولو کار د ١٢٢ ميليونو افغانيو په لګښت نن پيل شو.
د فوايد عامې وزارت وزیر یما یاري د پروژې کار د پیل پرمهال وویل، د دغې پروژې قرارداد تېره مياشت شوى و، چې لګښت يې د ارګ له ځانګړې بودیجې څخه ورکول کېږي.
ده زياته کړه: ((د سالنګ دواړو خواوو په ځانګړې توګه د بغلان ولایت د خنجان ولسوالۍ اوسېدونکو د دغې لویې لارې د خرابوالي شکایت درلود، وزارت یې د جوړلو وس نه درلود، د خلکو شکایت مو تر ارګه ورساوه، ارګ راته د بیا جوړولو پیسې ومنلې.))
د ده په وينا، اوس مهال يې یواځې په شمالي سالنګ کې له خنجان څخه د فرشتګانو په نوم پله پورې د څه باندې ۱۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د لس کیلومتره سړک رغولو کار پیل کړ او په پام کې ده چې د یوه کال په موده کې د شمالي او جنوبي سالنګ تر څلوېښت کیلو مترو سړک جوړ کړو.))
ده زیاته کړه، دسالنګ لویه لار چې د هېواد په اقتصاد کې مهم رول لري، په اساسي ډول جوړولو پلان یې جوړ شوی، تر هغه چې د دغې لارې بدیل چې له دوشي تر بامیانو سړک دی، جوړ نه شي، د سالنګ لار په اساسي ډول نه شي رغولای.
د بغلان ولایت والي د دې کار د پيلېدو هرکلى وکړ، خو د ولایتي شورا ريیس ډاکټر صفدر محسني د پروژې د کار په اړه اندېښنه درلوده.
محسني وویل: ((په افغانستان کې یوه پروژه هم د شوي قرارداد مطابق نه ده ترسره شوې، اندېښنه مو دا ده، دغه پروژه چې د شمال د نهو ولایتونو موټر چلوونکو او اوسېدونکو یې د جوړېدو انتظار ویسته، که سمه ونه رغول شي، لکه د نورو سړکونو دا به هم ژر خراب شي.))
د قراردادي شرکت مسوول عبدالسمیع وردګ بيا وویل، د دغه سړک چې لس کیلو متره اوږد، ۷ متره سور او ۷ساتني متره پلنوالى لري، د شوي قرارداد له مخې به يې چارې له وخت (شپږو مياشتو) څخه مخکې بشپړې کړي.
د ده په خبره، دوه میاشتې وروسته په سالنګ کې سوړ موسم پیلېږي او دوی نه شي کولای چې له ۷ درجو کم حرارت هوا کې قیر وکاروي، نو کوښښ یې دا دی چې تر سړو دمخه یې چاري بشپړې کړي.
خو ده يادونه وکړه، که حکومت د بار وړونکو موټرو وزن کنټرول نه کړي، ښکاره ده چې د جوړ شوي سړک عمر به کم وي.
دوه میاشتې وړاندې د خنجان ولسوالۍ اوسېدونکو د سالنګ سړک د نه جوړولو په اعتراض کې دغه لار یوه ورځ د ترافیکو پرمخ تړلې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن