ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د وچکالۍ ستونزې هوارېدو لپاره دې په کندهار ښار کې د اوبو بندونه جوړ شي

د وچکالۍ ستونزې هوارېدو لپاره دې په کندهار ښار کې د اوبو بندونه جوړ شي

author avatar
30 Aug 2018 - 14:49
د وچکالۍ ستونزې هوارېدو لپاره دې په کندهار ښار کې د اوبو بندونه جوړ شي
author avatar
30 Aug 2018 - 14:49

کندهار (پژواک، ۸ وږی ۹۷): د کندهار اوسېدونکي وايي حکومت او مرستندویه ادارې دې په دغه ولایت کې د وچکالۍ ستونزې د حل په موخه د اوبو زېرمه کولو لوی او واړه بندونه جوړ کړي.

که څه هم سږ کال ټول هېواد وچکالۍ ځپلی خو کندهار له ۷۰ سلنه وچکالۍ سره مخ دی چې له همدې امله دغه ستونزه ډېره جدي ده او د حل لپاره یې حکومت او ولس ګډ مسوولیتونه لري.

د کندهار ښار د نهمې ناحیې اړوند د لویې ویالې اوسېدونکی محب الله وايي، د دوی په سیمه کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه تر ۱۵۰ متره لاندې تللې او ان د څښاک لپاره هم په اسانۍ اوبه نه موندل کېږي.

دی وايي، له یوې خوا تېر ژمی کم اورښت او بل پلو د خلکو له خوا د خپلسرو ژورو څاه ګانو کیندل د وچکالۍ اصلي لامل دی.

هغه زياته کړه، حکومت او مرستندویه ادارو ته په کار دي چې په کندهار ښار او ولسوالیو کې د اوبو زېرمه کولو لوی او واړه بندونه جوړ کړي څو تر ځمکې لاندې د اوبو زېرمې پرې غني کړای شي.

د کندهار د میوند ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالصمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت د ډېرو اوسېدونکو ژوند پر کرنه او مالدارۍ ولاړ دی چې سږنۍ وچکالي له فقر او غربت سره مخ کړي دي.

هغه زیاتوي، په دې ولسوالۍ کې د اوبو کمښت له امله ډېرې کروندې او باغونه وچ شوي او خلک یې سخت زیانمن کړي دي.

دی وايي، د وچکالي له امله د کندهار په دهلې بند کې د اوبو کچه ۱۱۰ میلیونه متره مکعبه راکمه شوې چې د دغه ولایت د ۷ ولسوالیو د باغونو او کروندو اوبولو یوازېنۍ لویه سرچینه ده.

د ده په خبره، په ډېرو سیمو کې بیا تر ځمکې لاندې د اوبو کچه لسګونه متره ټیټه شوې چې نه یوازې د څښاک د اوبو د کمښت ستونزه یې پیدا کړې، بلکې له امله یې زرګونه جریبه ځمکه له کرنې پاتې شوې او په ځینو سیمو کې یې مالداري له منځه وړې ده.

دی هم له حکومت او مرستندویه ادارو غوښتنه کوي چې په دغه ولایت کې د اوبو بندونه جوړ کړي څو د باران اوبه په کې خوندې شي او تر ځمکې لاندې د اوبو کچه بیرته لوړه شي.

د ارغستان ولسوالۍ یو قومي مشر حاجي خدایداد وايي، که د وچکالي غم ونه خوړل شي نو د دغه ولایت د ډېرو سیمو اوسېدونکي به ان کډې کولو ته اړ شي.

ده پژواک خبري اژانس ته وویل، ارغستان له هغو ولسوالیو ده چې وچکالۍ سخته ځپلې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.