جلال اباد (پژواک، ٨ وږى ٩٧): د ٢٠١ سيلاب قول اردو وايي چې په ننګرهار ولايت کې د يوه هوايي بريد په ترڅ کې د يوه قوماندان په ګډون د داعش ٦ وسله وال وژل شوي دي.
د ٢٠١ سېلاب قول اردو له خوا د وږي په ٨مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنيو ځواکونو له خوا د بې پيلوټه الوتکې دغه بريد تېره شپه د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ د وزيرو تنګي په سيمه کې شوى دی.
سرچينې زياته کړې چې په دغه بريد کې د ياسر خراساني په نوم د داعش د يوه قوماندان په ګډون شپږ وسله وال وژل شوي دي.
د سېلاب قول اردو ويلي چې په دغو عملياتو کې د هغوى وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، څو ورځې مخکې په خوږياڼو ولسوالۍ کې د هوايي بريد له امله د افغانستان لپاره د داعش ډلې مشر ابو سعد ارهابي هم وژل شوی و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن