ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د کباړ د قاچاق په مخنيوي سره د صنعتي فابريکو توليد ښه شوی

ننګرهار کې د کباړ د قاچاق په مخنيوي سره د صنعتي فابريکو توليد ښه شوی

author avatar
30 Aug 2018 - 09:45
ننګرهار کې د کباړ د قاچاق په مخنيوي سره د صنعتي فابريکو توليد ښه شوی
author avatar
30 Aug 2018 - 09:45

جلال اباد (پژواک،د وږى ٨مه ۹۷): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د دغه ولايت په ټولو سرحدي سيمو کې يې د اوسپنې د کباړو د قاچاق تر څنګ د ټولو قاچاقو مخه ډپ کړې چې له امله يې د صنعتي فابريکو د توليد کچه تر پخوا ښه شوې ده.

دوی وايي، ياد اقدام د صنعتکارانو تر شکايتونو وروسته شوی او لا هم په دې برخه کې د جديت لپاره کار روان دی.

د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ رييس شېرعالم امله وال پژواک اژانس ته وويل چې تر دې وړاندې په دغه ولايت کې د صنعتي فابريکو، په ځانګړې توګه د اوسپنې ويلې کولو فابريکو مسوولينو د اوسپنې د کباړ له قاچاقه ډېر شکايتونه ورته کول.

هغه زياته کړه، په دې وروستيو کې چې د اوسپنې د کباړ قاچاق کم شوی؛ نو د فابريکه لرونکو شکايتونه هم ورته نه دي ور رسېدلي، خو نوموړی لا هم په ننګرهار کې د امنيت نشتوالی د سوداګرۍ او صنعت پر وړاندې ستر ګواښ ګڼي او وايي که صنعتي پارکونو ته ځانګړې قطعه جوړه نه شي، نو ګڼې فابريکې به له خطر سره مخ شي.

نوموړي زياته کړه، د حصارشاهي صنعتي پارک چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې بشپړې شوي او د سلګونه فابريکو د جوړېدو توانايي د امنيت او برېښنا نشتوالي له امله سقوط شوی او هېڅ يوې فابريکې په کې فعاليت نه دی پیل کړی.

د صنعت او سوداګرۍ رييس وايي چې په ننګرهار کې اوسمهال هم ۲۴۱ لويې او وړې صنعتي فابريکې فعالې دي چې شاوخوا ۴۰۰۰ کسانو ته په کې کاري زمينه برابره شوې ده.

نوموړي په ننګرهار کې د توليدېدونکو توکو په اړه وويل چې د المونيم لوښي، زراعتي سامان الات، برقي وسايل، مرمر ډبرې، د اوسپنې ويلي کول، بېلابېل ډوله خوراکي توکي،غير الکولي مشروبات، صابون، ريکشاوې، پلاستيکي پايپونه، غالۍ، نساجي توکي او فرنېچر توکي توليديږي.

د سوداګرۍ او صنعت رييس وايي چې ياد توکي د افغانستان پر ځینو ولايتونو سربېره د پاکستان، هندوستان، امريکا، فرانسې او تاجکستان هېوادونو تر څنګ يو شمېر نورو بهرنيو هېوادونو ته هم صادرېږي.

په ورته وخت کې د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته وويل چې د سوداګرو او صنعت کارانو تر بيا ځلي شکايتونو وروسته شاوخوا ۱۵ ورځې وړاندې ولايتي ادارې بهر ته د اوسپنې د کباړ د قاچاق مخنيوي په اړه جدي پرېکړه وکړه.

هغه زياته کړه، د دې پرېکړې پر بنسټ د ننګرهار له ټولو سرحدي لارو د هر ډول قاچاق مخه تر يوه حده نيول شوې او لا هم په دې برخه کې د چټکوالي هڅې روانې دي.

هغه ډاډ ورکړ چې د صنعت او سوداګرۍ د پراختيا لپاره ولايتي اداره ژمنه ده او هرې ستونزې ته به يې حل لارې پيدا کوي او د ستونزو مخنيوی به يې کوي.

په عين حال کې د ننګرهار د سوداګرۍ خونې وياند شاکرالله ساپی وايي چې د اوسپنې کباړ بندېدو له امله دلته د صنعتي فابريکو د توليد کچه لوړه شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.