ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز ښار کې هدفي وژنې ډېرې شوې دي

کندوز ښار کې هدفي وژنې ډېرې شوې دي

author avatar
30 Aug 2018 - 15:54
کندوز ښار کې هدفي وژنې ډېرې شوې دي
author avatar
30 Aug 2018 - 15:54

کندوز ښار (پژواک، ٨ وږى ٩٧): په کندوز کې د تېرې يوې اونۍ په اوږدو کې اته کسان د هدفي بريدونو په ترڅ کې وژل شوي چې له امله يې د دغه ولايت اوسېدونکي سخت اندېښمن دي.

د کندوز ولايتي شورا غړي امرالدين ولي د وږي په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې په کندوز ښار کې امنيتي وضعيت ډېر خراب شوى چې له امله یې خلک اندېښمن دي.

هغه وايي چې په تېره يوه اوونۍ کې څلور پوليس او څلور ملکي وګړي په کندوز ښار کې په هدفي بريدونو کې وژل شوي دي.

دغه راز د کندوز ښار اوسېدونکي حکيم الله پژواک ته وويل چې د امنيتي مسوولينو د نه پاملرنې له امله په دغه ښار کې هدفي وژنې ډېرې شوې دي.

هغه زياته کړه: ((وژنې خپل اوج ته رسېدلې دي، په يوه اوونۍ څو کسان وژل شوي، کورونه غلا شوي خو څوک نشته چې پوښتنه يې وکړي.))

همدارنګه د دغه ښار يو بل اوسېدونکي جميل پژواک ته وويل چې دوه ورځې مخکې د چيني لوښو خرڅوونکو په کوڅه کې د يو کس وژل کېدل يې پر خپلو سترګو ليدلي دي.

هغه وايي: ((زه په دې کوڅه کې روان وم چې يو کس راغی او د يوه سوداګر ساتونکی يې په تبر وواهه او ټوپک يې تر يووړه خو د دې سوداګر نور ساتونکي راغلل هغه کس یې ګير کړ او پر ډزو يې و واژه.))

نوموړى زياتوي: ((تاسو خپله فکر وکړئ! کله چې په ښار کې دغه شان حال وي او پوليس هم درک ونه لري، نو څنګه به د خلکو زړونه نه چوي.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې د هدفي وژنو وروستۍ پېښه نن په کندوز ښار کې رامنځته شوه.

نن سهار يو شمېر وسله والو کسانو د کندوز ښار د لومړى امنیتي حوزې يو ساتمن د کابل بندر په څلورلاره کې پر ډزو وواژه او د هغه وسله يې له ځان سره يووړه.

دغه راز د کندوز د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونمل صفي الله محزون هم يادې څرګندونې تاييدوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.