ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان او چین د همکاریو د تطبیق پر میکانیزم خبرې وکړې

افغانستان او چین د همکاریو د تطبیق پر میکانیزم خبرې وکړې

author avatar
30 Aug 2018 - 11:40
افغانستان او چین د همکاریو د تطبیق پر میکانیزم خبرې وکړې
author avatar
30 Aug 2018 - 11:40

کابل (پژواک، ٨ وږى ٩٧): د افغانستان د ملي امنيت سلاکار د چين له راغلي پلاوي سره د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاريو د تطبيق پر ميکانيزم خبرې وکړې.

د ملي امنيت شورا د ستراتيژيکو اړيکو رييس او وياند قادرشاه د وږي په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب د چین له ترهګرۍ سره د مبارزې او امنیتي چارو له عالي کمېشنر چینګ ګوپینګ سره وکتل.

هغه زياته کړه چې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا تر څنګ له ترهګرۍ سره د مبارزې پر لارو چارو خبرې وکړې.

ګوپینګ په دې ليدنه کې ويلي چې افغانستان ته یې د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخو کې د همکاریو پراختیا ده.

د نوموړي په وينا، په ځانګړې توګه یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د سین ګیانګ خودمختاره ايالت او د بدخشان ولایت ترمنځ د همغږیو پر پراختیا خپل نظرونه د ملي امنیت له سلاکار سره شریک کړل.

ګوپینګ ټینګار وکړ چې چین د افغانستان ملي حاکمیت، ولسواک نظام او د هېواد پراختیايي طرحې ته احترام لري.

د چین له ترهګرۍ سره د مبارزې او امنیتي چاروعالي کمېشنر د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیره د ملاتړ تر څنګ په سیمه ییزو چوکاټونو کې د افغانستان د سولې له بهیر سره د نوموړي هېواد له هر اړخیزو همکاریو څخه خبر ورکړ.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب د چین ولسي جمهوریت له سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو څخه مننه وکړه او په سیمه کې یې د بهرنیو ترهګریزو ډلو د فعالیت او افغانستان ته د هغو د راتګ او روزنې پر څرنګوالي چینايي پلاوي ته معلومات ورکړل.

محب زياته کړه چې د افغانستان حکومت له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې زیاتې قربانۍ ورکړي او ژمن دی، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې او سیمه ییزثبات په موخه له ایجاد شویو فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.

د ملي امنیت سلاکار چینايي پلاوي ته ډاډ ورکړ چې ډیر ژر به د افغانستان له لوري لوړ پوړی امنیتي پلاوی چین ته سفر وکړي، ترڅو د هغه هېواد له چارواکو سره د اړوندو موضوعاتو پر تطبیق بحث وکړي.

د چين دغه چارواکي په داسې حال کې افغانستان ته راغلى چې له تېرو دوو ورځو راهيسې داسې راپورونه خپور شوي، چې چين د افغانستان په بدخشان ولايت کې ديوې پوځي اډې پر جوړولو کار پيل کړى دى.

خو د چين د بهرنيو چارو وزارت دا راپورونه رد کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.