ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد کې د پاکستان وېزو ترلاسه کولو لپاره اسانتيارامنځته شوه

جلال اباد کې د پاکستان وېزو ترلاسه کولو لپاره اسانتيارامنځته شوه

author avatar
30 Aug 2018 - 17:22
جلال اباد کې د پاکستان وېزو ترلاسه کولو لپاره اسانتيارامنځته شوه
author avatar
30 Aug 2018 - 17:22

جلال اباد (پژواک  ۸ وږی ۹۷): د ننګرهار والي له لوري د دغه ولايت مرکز جلال اباد کې د پاکستان له کونسلګرۍ څخه د وېزې اخيستونکو نظم جوړولو عملي لړۍ پيل شوه.

د ننګرهار د والي وياندعطاء الله خوږياڼي د وږي په ٨ مه،پژواک خبري اژانس ته وويل چې والي د امنيه قوماندانۍ د اداري مرستيال او يو شمېر نورو چارواکو په ملتيا دپاکستان کونسلګرۍ ته ولاړ او په سيمه کې يې د والي د کور په انګړ کې د پاکستان وېزو اخیستوونکو نظم تنظيم او ورته يې لومړنۍ اسانتياوې برابرې کړې.

والي حيات الله حيات هلته خلکو او رسنيو ته په خبرو کې وويل چې د پاکستان کونسلګرۍ د وېزې اړوند د خلکو د شکايتونو له اورېدو وروسته د يوشمېر مسوولينو او ديني علماء کرامو سره یو ځای د وېزو اخیستونکو لپاره د نظم په موخه راغلی.

نوموړي زياته کړه :(( کونسلګرۍ سره خوا کې د والي د کور حويلۍ مې مراجعينو ته وټاکله، څو زموږ خويندې او وروڼه په عزت او درناوي سره دلته راټول او په منظم ډول وېزې ترلاسه کړي.))

هغه زياته کړه، پاکستان کونسلګرۍ ورسره د وېزو لګولو پروسه خصوصي شرکتونو ته د سپارلو ژمنه کړې وه، خو د اسانتياوو له برابرېدو سره بیا هم دوی یاده ژمنه عملي نه کړه،خو هڅه کوي، څو ياده پروسه ژره تر ژره خصوصي شرکتونو ته وسپارل شي.

حيات د يوې پوښتنې په ځواب کې ومنله چې دلته فساد شته، خو ژمنه يې وکړه چې که هر څوک په دې کې ککړ ثابت شو، نو قانوني چلند به ورسره وشي.

د نوموړي په وينا، په تېرو څو مياشتو کې تر لسو ځلو زيات د کونسلګرۍ امنيتي مسوولين بدل کړل شوي ، اوس په همدې موخه غواړي چې دلته د فساد مخه ونيول شي.

والي وايي : (( دا نظم به موږ تر هغه ساتو څو پورې چې دا د وېزې پروسه شرکتونو ته نه وي ورکړل شوې، دلته ستونزې ډېرې دي، دلته پيسې ډېرې ښکته پورته کېږي او په دې اړه هره ورځ موږ ته سلګونه شکايتونه کېږي.))

په همدې حال کې ديني عالم مولوي حبيب الله جلال ابادي وويل، والي په خپل ابتکار سره  نظم رامنځته کړ او له مراجعينو څخه يې غوښتنه وکړه چې د نظم په راوستو او فساد له منځه وړلو کې همکاري وکړي.

وېزو اخيستونکو هم د ننګرهار والي ددغه اقدام ستاينه وکړه،خو ټینګار یې وکړ چې یاد نظم به دوام ولري .

 دوی وويل، هره ورځ ښځې، ماشومان، سپین ږیري او ناروغان قونسلګرۍ کې له سختو ستونزو سره لاس او ګريوان و او د دې نظم په راوستو سره د مراجعينو ستونزې حل شوې.

د دوی له ډلې غلام الرحمن چې د کونړ له ولايت څخه د وېزې تر لاسه کولو لپاره راغلی و، وويل چې ولايتي چارواکي د نمايش په خاطر هر وخت همدا ډول اقدامات کوي، خو د څو ورځو په تېرېدو بېرته بې نظمي او ګډوډي رامنځته کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.