د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

خلک باید د ښار پاکولو کې له ښاروالۍ سره برخه واخلي

خلک باید د ښار پاکولو کې له ښاروالۍ سره برخه واخلي

Aug 30, 2018 - 15:56

کابل (پژواک، ۸ وږی ۹۷): د کابل ښار پاکولو په موخه عمومي حشر نن د دغه ښار له ۱۶مې ناحیې پیل شو.

دغه پروګرام د کابل ښاروالۍ په مرسته د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت په ابتکار نن سهار پیل شو او د ماسپښین تر څلورو بجو به دوام ولري.

د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي چې دغه پروګرام یې د اختر ورځو د کثافاتو د انبارونو لرې کولو لپاره ترسره کړ چې لسو رضا کار ځوانانو او د ښاروالۍ یو شمېر کارکوونکو په کې ګډون لري.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین سید کمال سادات د حشر پر مهال وویل، په دغه حشر کې به د کابل ښار ټولې سیمې تر پوښښ لاندې راشي.

هغه زیاته کړه، د دغه مدني حرکت موخه د ښار پاکولو د کلتور بنسټیز کول، د ښاروالۍ مشرتابه، د چاپېریال ساتنې اداره او د نورو اړوند ارګانونو خپل مسوولیت ته متوجه کول دي.

هغه وویل: ((همدا اوس د کابل ښار د هوا د ککړوالي کچه د اندېښنې وړ ډېره شوې او ګواښ یې تر امنیتي ګواښونو کم نه شو بللای، که د ښار د پاکوالي په برخه کې ښاریان خپل مسوولیت احساس نه کړي، لرې نه ده چې کابل د کثافاتو یو مرکز جوړ شي.))

هغه له کابل ښاریانو په ځانکړې توګه ځوانانو وغوښتل چې د ښار پاکوالي ته پاملرنه وکړي؛ ځکه د ښار پاکوالی د ښاریانو د روغتیا سبب کېږي.

نادرخان چې په دغه حشر کې یې تورې پلاستیکې خلطې د حشر ګډونوالو ته وېشلې او خپله یې هم په کې عملي برخه درلوده، پژواک ته وویل: ((له دې ډول حرکت څخه د ځوانانو پیغام دا دی چې له یوه اړخه د ملي یووالي حکومت چاپېریال ساتنې ته متوجه کړي او بلخوا د ښاریانو تر منځ د ښار پاکولو او د ښاریتوب کلتور په واقعي بڼه دود کړي.))

هغه زیاته کړه، دغه حرکت باید هر اړخیز شي؛ ځکه د ټولنې هر وګړی مسوولیت لري چې د ښار په پاکولو کې برخه واخلي.

یو بل رضاکار ځوان عبیدالله په داسې حال کې چې په دې ډول پروګرامونو کې یې د خلکو له نه ګډونه اندېښنه څرګنده کړه، ویې ویل: ((دا کثافات موږ خپله غورځوو، نو ځکه یې باید په پاکولو کې برخه واخلو.))

دغه ځوان زیاته کړه، د نن ورځې تر پایه په دغه پروګرام کې فعاله وڼده اخلم، څو هغو کسانو ته چې کثافات په ځانګړي ځای کې نه غورځوي او په دې ډول پروګرامونو کې برخې اخیستو ته هم لېوالتیا نه لري، څرګنده کړم چې له خپل دغه ډول کار نه جدي ډډه وکړي.

د کابل ښار شپاړسمې ناحیې رییس محمد ظاهر ځواکمن چې له یو شمېر کارکوونکو سره یو ځای يې په دغه پروګرام کې برخه درلوده، پژواک ته وویل: ((د خلکو له مرستې پرته نه شو کولای چې پاک ښار ولرو، خلک باید د ښاروالۍ له کارکوونکو سره د ښار په پاکولو کې برخه واخلي.))

ځواکمن په ورته وخت کې له خلکو وغوښتل چې په دې ډول پروګرامونو کې فعاله برخه واخلي.

کابل ښار د شاوخوا شپږ ميلیونه نفوس په درلودو د نړۍ له ډېرو ککړو ښارونو دی چې ښاریان یې تل له دې ستونزې سر ټکوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement