ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بريتانيا د دفاع وزير: د افغان هوايي ځواک مهارتونه او وړتياوې لوړوو

د بريتانيا د دفاع وزير: د افغان هوايي ځواک مهارتونه او وړتياوې لوړوو

author avatar
30 Aug 2018 - 20:17
د بريتانيا د دفاع وزير: د افغان هوايي ځواک مهارتونه او وړتياوې لوړوو
author avatar
30 Aug 2018 - 20:17

کابل (پژواک ٨ وږى ٩٧): د بريتانيا د دفاع وزير وايي، د بریتانیا په کوڅو او سړکونه کې هغه مهال د بشپړ امن احساس کېدلی شي، کله چې د افغانستان په کوڅو او سړکونو کې د امن احساس وشي.

نوموړي دغه خبرې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب سره په کابل کې د ملي امنیت شورا په دفتر کې په کتنه کې کړې دي.

د بريتانيا دغه لوړپوړى پوځي چارواکى، نن په ناڅاپي سفر کابل ته راغلى دى.

د ملي امنيت شورا له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې دواړو لورو له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان ځواکونو پر جګړه يیز چمتووالي او وړتیاوو خبرې وکړې.

سرچينه کاږي، د بریتانیا شاهي دولت د دفاع وزیر ګوین ویلیامسون، له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د افغان ځواکونو له قربانیو ستاینه وکړه او د خپلو همکاریو له دوام څخه يې ډاډ ورکړ.

هغه وویل، بریتانیا هڅه کوي چې د افغان ځواکونو په ځانګړې توګه د افغان هوايي ځواک مهارتونه او وړتیاوې لوړې کړي.

ده زياته کړه، هېواد یې چمتو دی، ترڅو د پرمختللیو طبي مرستو په برخه کې له افغان ځواکونو سره همکاري وکړي.

نوموړي ټينګار وکړ چې د بریتانیا په کوڅو او سړکونه کې هغه مهال د کامل امن احساس کېدلی شي، کله چې د افغانستان په کوڅو او سړکونو کې د امن احساس وشي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د بریتانیا دفاع وزیر ته له هرکلي ویلو وروسته وویل، د افغانستان حکومت ژمن دی، چې په هېواد کې امن او ثبات راولي او په دې برخه کې یې د افغان حکومت پر دوامداره هڅو ټینګار وکړ.

د ده په وينا، نه غواړي د افغانستان راتلونکي نسلونه په جنګ او کړکېچ کې تېر کړي.

نوموړي وویل، له هرې ممکنه لارې او فرصت څخه به ګټه پورته کړو، ترڅو په افغانستان کې جنګ او انسان وژنه ختمه شي.

محب د دې ترڅنګ د افغان ځواکونو د پیاوړتیا او مهارتونو د لوړاوي په برخه کې د افغان حکومت برنامې او پروګرامونه په لنډيز سره تشریح کړل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.