ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فراه د هوايي ډګر قوماندان ووژل شو

د فراه د هوايي ډګر قوماندان ووژل شو

author avatar
30 Aug 2018 - 17:41
د فراه د هوايي ډګر قوماندان ووژل شو
author avatar
30 Aug 2018 - 17:41

 فراه (پژواک، ٨ وږی ٩٧):د فراه امنیتي چارواکي وايي چې ناپېژاندو وسله والو د یاد ولایت د هوايي ډګر قوماندان وژلی دی.

 د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده پېښه نن مازیګر رامنځته شوې ده.

 محب زیاته کړه، د فراه د هوايي ډګر قوماندان سمونوال اغاګل نن ۲ بجې کور ته د تګ پرمهال  هغه وخت د ناپېژاندو وسله والو تر برید لاندې راغی چې د فراه ښار په یوه پلورنځي کې یې مېوه اخیسته.

سرچینې زیاته کړه، د پولیسو یاد افسر له ځان سره وسله نه درلوده او بريد کوونکي تښتېدلي دي.

د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند وويل چې پولیسو په دې اړه څېړنې پيل کړې خو تر اوسه یې د پېښې په تړاو څوک نه دي نیولي .

په ورته وخت کې د فراه د ولایتي شورا غړي حاجي خیرمحمد نورزي د دې پېښې د تایید تر څنګ پژواک ته وویل، تر اوسه د پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.

دا په داسې حال ده چې د فراه په مرکزي کلي ګینهکان کې دوه ورځې وړاندې هم وسله والو یو پولیس وژلی و.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.