ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د میدان خلکو د سترو مدني حرکتونو پیلولو ګواښ وکړ

د میدان خلکو د سترو مدني حرکتونو پیلولو ګواښ وکړ

author avatar
30 Aug 2018 - 16:36
د میدان خلکو د سترو مدني حرکتونو پیلولو ګواښ وکړ
author avatar
30 Aug 2018 - 16:36

کابل (پژواک، ۸ وږی ۹۷): د ميدان ښار خلکو تر شاوخوا ۴۰ ورځني تحصن وروسته له مرکزي ادارې د خپلو حقونو بيا ځلي غوښتنه وکړه او ګواښ يې وکړ چې که تر راتلونکې يوې اوونۍ پورې يې غوښتنې ونه منل شي، نو په سترو مدني حرکتونو به لاس پورې کړي.

تر دې وړاندې هم يادو خلکو ورته ګواښ کړى، خو نه يې حکومت غوښتنې منلې او نه هم دوى په ورته عمل لاس پورې کړى دى.

نن يو ځل بيا د ميدان وردګو ولايت د مرکز ميدانښار، جلرېز، نرخ، لومړۍ حصې بهسودو او دويمې حصې بهسودو ولسواليو سلګونو کسانو په ميدان ښار کې اعتراضي ناسته لرله او له حکومته د خپلو حقونو ترلاسه کولو غوښتنه يې وکړه.

د روان کال د زمري په لومړۍ نېټه د ميدان سلګونو اعتراض کوونکو د والي دفتر، ښاروالۍ او د محکمې دروازې هم وتړلې او ويې ويل، تر هغه يې تړلې ساتي چې غوښتنې يې ومنل شي. خو له کابل څخه راغلي پلاوي چې مشري يې د ولسمشر سلاکار طاهر صافي کوله، لاريون کوونکو ته ډاډ ورکړ چې غوښتنې به يې تر ولسمشره ورسوي، نو اعتراض کوونکو د دولتي ادارو دروازې پرانيستلې.

ياد خلک له حکومته غواړي چې په پاسپورټونو، برېښنايي پېژندپاڼو، د موټرو په پلېټونو او په ټولو رسمي او غير رسمي چارو کې په بشپړه توګه د "ميدان وردګ" وليکل شي، په مرکز ميدان ښار کې دولتي پوهنتون جوړ کړی، په محلي او مرکزي ادارې کې دې د ياد ولايت د مرکز په ګډون د يادو څلورو ولسواليو کدرونه پر دندو وګوماري او يادو خلکو ته دې برېښنا ورکړل شي؛ ځکه د برېښنا پايې د همدې ولسونو په کرنيزو ځمکو کې لګول شوې دي.

له هغه وروسته د زمري په ۱۷مه د ميدان وردګو ولايت يو زرګونو خلک په ميدانښار کې د لاريون پر مهال د کابل- غزني او باميان لويې لارې د خپلو غوښتنو د نه منلو په غبرګون کې وتړلې خو د زمري په ۱۸مه د ميدان وردګو ولايت چارواکو ويلي وو چې تېره ورځ يادو لاريون کوونکي يوه پلاوي د ملي امنيت له پخواني سلاکار محمد حنيف اتمر سره وکتل او هغه ورسره د هغوی پر غوښتنو د غور کولو ژمنه کړې وه.

خو نن د درېيم ځل لپاره د ميدان وردګو ولايت د مرکز ميدانښار، جلرېز، نرخ، لومړۍ حصې بهسودو او دويمې حصې بهسودو ولسواليو شاوخوا ۵۰۰ تنه قومي مشرانو، علماوو او مدني فعالانو د يوې اعتراضي ناستې پر مهال وويل چې که مرکزي اداره يې غوښتنې ونه مني، نو دوی به په ميدان وردګو ولايت کې د ټولو محلي ادارو دروازې وتړي او که چېرې بيا هم غوښتنې يې ونه منل شي، نو د کابل – کندهار او کابل – باميانو لويې لارې به د ترافيکو پر مخ وتړي.

د جلرېز ولسوالۍ قومي مشر حاجي غلام محمد هوتک نن په ميدان ښار کې خبريالانو ته وويل چې د ميدان ولسونه له حکومت څخه د خپلو مشروع حقونو غوښتنه کوي، خو مرکزي اداره يواځې ژمنې کوي او تر اوسه يې هېڅ يوه غوښتنه نه ده منل شوې.

هغه ولسمشر غني ته په خطاب کې وويل: "ولسمشره! موږ له هېچا سره مشکل نه لرو، موږ خپل حقوق غواړو او له تا يې غواړو، که چېرې زموږ غوښتنې ونه منل شي، نو د وروستۍ هرې پېښې او کړنې مسووليت به ستا پر غاړه وي. "

دی زياتوي: "په ميدان ښار کې د برېښنا ستنې زموږ پر سينه تېرې شوې، خو موږ برق نه لرو، برق له موږه تېرېږي، غزني، زابل، کندهار او ان پاکستان ته لېږل کېږي، خو موږ تيارې ته ناست يو، که چېرې موږ ته برېښنا رانه کړي، نو موږ به په دغه ولايت کې د برېښنا پايې قطع کړو. "

د ميدان وردګو ولايتي شورا غړي شريف الله هوتک وويل چې د ميدان ولسونو ته په تېرو ۱۷ کلونو کې د هغوی حقه حقوق نه دي ورکړل شوي او زغم يې کړی چې له دې وروسته چوپ نه شي پاتې کېدای.

هغه وايي: "موږ په ټولو رسمي او غير رسمي چارو کې د ميدان وردګ ليکل غواړو، په مرکز کې پوهنتون غواړو، برېښنا غواړو، عجيبه ده د برېښنا پايې زموږ پر سينه تېرې شوې، خو موږ څراغ ته ناست يو او تر څنګ يې موږ پياوړي کدرونه لرو، حکومت بايد په مرکز او محلي اداره کې زموږ کدرونه پر دندو وګوماري. "

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.