د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د وچکالۍ ستونزې هوارېدو لپاره دې په کندهار ښار کې د اوبو بندونه جوړ شي

د وچکالۍ ستونزې هوارېدو لپاره دې په کندهار ښار کې د اوبو بندونه جوړ شي

Aug 30, 2018 - 14:49

کندهار (پژواک، ۸ وږی ۹۷): د کندهار اوسېدونکي وايي حکومت او مرستندویه ادارې دې په دغه ولایت کې د وچکالۍ ستونزې د حل په موخه د اوبو زېرمه کولو لوی او واړه بندونه جوړ کړي.

که څه هم سږ کال ټول هېواد وچکالۍ ځپلی خو کندهار له ۷۰ سلنه وچکالۍ سره مخ دی چې له همدې امله دغه ستونزه ډېره جدي ده او د حل لپاره یې حکومت او ولس ګډ مسوولیتونه لري.

د کندهار ښار د نهمې ناحیې اړوند د لویې ویالې اوسېدونکی محب الله وايي، د دوی په سیمه کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه تر ۱۵۰ متره لاندې تللې او ان د څښاک لپاره هم په اسانۍ اوبه نه موندل کېږي.

دی وايي، له یوې خوا تېر ژمی کم اورښت او بل پلو د خلکو له خوا د خپلسرو ژورو څاه ګانو کیندل د وچکالۍ اصلي لامل دی.

هغه زياته کړه، حکومت او مرستندویه ادارو ته په کار دي چې په کندهار ښار او ولسوالیو کې د اوبو زېرمه کولو لوی او واړه بندونه جوړ کړي څو تر ځمکې لاندې د اوبو زېرمې پرې غني کړای شي.

د کندهار د میوند ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالصمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت د ډېرو اوسېدونکو ژوند پر کرنه او مالدارۍ ولاړ دی چې سږنۍ وچکالي له فقر او غربت سره مخ کړي دي.

هغه زیاتوي، په دې ولسوالۍ کې د اوبو کمښت له امله ډېرې کروندې او باغونه وچ شوي او خلک یې سخت زیانمن کړي دي.

دی وايي، د وچکالي له امله د کندهار په دهلې بند کې د اوبو کچه ۱۱۰ میلیونه متره مکعبه راکمه شوې چې د دغه ولایت د ۷ ولسوالیو د باغونو او کروندو اوبولو یوازېنۍ لویه سرچینه ده.

د ده په خبره، په ډېرو سیمو کې بیا تر ځمکې لاندې د اوبو کچه لسګونه متره ټیټه شوې چې نه یوازې د څښاک د اوبو د کمښت ستونزه یې پیدا کړې، بلکې له امله یې زرګونه جریبه ځمکه له کرنې پاتې شوې او په ځینو سیمو کې یې مالداري له منځه وړې ده.

دی هم له حکومت او مرستندویه ادارو غوښتنه کوي چې په دغه ولایت کې د اوبو بندونه جوړ کړي څو د باران اوبه په کې خوندې شي او تر ځمکې لاندې د اوبو کچه بیرته لوړه شي.

د ارغستان ولسوالۍ یو قومي مشر حاجي خدایداد وايي، که د وچکالي غم ونه خوړل شي نو د دغه ولایت د ډېرو سیمو اوسېدونکي به ان کډې کولو ته اړ شي.

ده پژواک خبري اژانس ته وویل، ارغستان له هغو ولسوالیو ده چې وچکالۍ سخته ځپلې ده.

هغه زیاته کړه، په دې ولسوالۍ کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ډېره ټیټه شوې او خلک نه شي کولای په خپلو امکاناتو خپلې کروندې او باغونه خړوب کړي.

دی وايي کلونه کېږي چې چارواکو ورسره د دې ولسوالۍ د لوړې بند جوړولو ژمنې کړې خو پوره شوې نه دي.

خدايداد له ولسمشره غوښتنه کوي چې د دې ولسوالۍ د لوړې بند دې جوړ کړي چې په دې توګه به د پنځو ولسوالیو د اوبو د کمښت ستونزه حل شي.

د کندهار ولایتي شورا رییس هم له حکومته غوښتنه کوي چې د مرستندویه ادارو په همکارۍ دې په دې ولایت کې د وچکالۍ ستونزې د حل په موخه چیک ډيمونه جوړ کړي.

هغه زیاته کړه، د خلکو دغه غوښتنې یې تر ولایتي او مرکزي ادارې هم رسولې او له هغوی یې غوښتي چې د ژمي تر موسم مخکې دې لاس په کار شي او په هغو سیمو کې دې لوی او واړه بندونه جوړ کړي چې د باران اوبه راوځي.

دی وايي، د کندهار ښار په ګډون د ګڼو ولسوالیو رېګستان، ارغستان، معروف، سپين بولدک، میانشین، نېش، خاکرېز او دامان اوسېدونکي، کروندګر، باغ لرونکي او مالداران د اوبو د کمښت له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.

د کندهار والي زلمی ویسا هم په دغه ولایت کې د وچکالۍ ستونزه جدي ګڼي او وايي، د مخنيوي لپاره یې حکومت او ولس ګډ مسوولیتونه لري.

ده یادونه وکړه چې په کندهار کې تر ځمکې لاندې د اوبو د کچې د ټيټوالی د نورو لاملونو تر څنګ یو هم د خپلسرو برمو وهل دي چې د مخنیوي لپاره به يې اقدام وشي.

خو هغه وویل، هڅه کوي مرکزي حکومت او مرستندویه ادارې وهڅوي چې په دغه ولایت کې د وچکالۍ ستونزې د حل په موخه د اوبو بندونه جوړ کړي.

نوموړي د بېلګې په توګه د کندهار ښار شمال ته د میانکوه غره په لمن کې د ولایتي ادارې او خصوصي سکتور په مرسته د جوړېدونکي چک ډيم یادونه وکړه چې د اوبو د زېرمه کولو له پلوه ارزښتناک ګڼل کېږي.

دی وايي، د اوبو دغه بند کندهار ښار ته تر ټولو نږدې بند دی چې د اورښت پر مهال د ډېرو اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري او د سېلابونو راوتلو مخنیوی کوي.

والي وویل، دغه چک ډیم به د ولایت مقام په مشرۍ د امنیې قوماندانۍ، مرستندویه ادارو، خصوصي سکتور او ملي سوداګرو په مرسته جوړ شي.

خو دی وايي، په کندهار ښار او ولسوالیو کې ورته نورو بندونو جوړولو ته هم اړتیا ده.

په کندهار کې د کرنې سکتور مسوولین هم له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د وچکالۍ ناورین د مخنیوي په موخه دې په ښار او ولسوالیو کې د غير فني برمو وهلو مخه ونیول شي، د باران اوبو د مهارولو، د شته اوبو د ساتلو او د زرغونې ساحې د زياتولو لپاره دې کار وشي څو د اوبو کچه بيرته رالوړه شي.

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس حفیظ الله سعیدي وايي، کندهار ښار او ګڼې ولسوالۍ وچکالۍ ځپلي او تر ځمکې لاندې اوبه له ۱۸۰ تر ۲۰۰ متره کښته شوي دي.

د ده په خبره، د اوبو د کښته کېدو لوی لامل ژور څاګان دي چې په غیر مسلکي ډول کيندل شوي دي.

دی وايي، د وچکالۍ د روان ناورین د کنټرول لپاره باید د باران اوبو د مهارېدو تر څنګ شنه کمربندونه جوړ شي، ځنګلونه وساتل شي، څو تر ځمکې لاندې اوبه نورې کښته لاړې نه شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement