ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیکا تر نیمايي ډېر ښوونځي ودانۍ نه لري

د پکتیکا تر نیمايي ډېر ښوونځي ودانۍ نه لري

author avatar
30 Aug 2018 - 13:53
د پکتیکا تر نیمايي ډېر ښوونځي ودانۍ نه لري
author avatar
30 Aug 2018 - 13:53

ښرنه (پژواک، ٨ وږى ٩٧): د پکتيکا له ٣٩٥ ښوونځيو يواځې ١٤٨ يې ودانۍ لري چې له امله يې زده کوونکي له ستونزو سره مخ دي.

د اړوندې موضوع په اړه د زېړوک ولسوالۍ د جونخېلو ښوونځي يوه ښوونکي د نوم له اخيستو پرته د وږي په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو پنځو کلونو کې دوى څو ځلې دغه ښوونځي ته د ودانۍ جوړېدو غوښتنه وکړه خو تر اوسه يې په اړه اړوند مسوولينو اقدام نه دى کړی.

هغه وايي: ((د مکتب لپاره ودانۍ ډېره مهمه ده، کله چې مکتب ودانۍ ونه لري، د امنيتي ستونزو تر څنګ شاګردان په سمه توګه درس هم نه وايي او په منځ د درس کې له صنف څخه وځي چې دا يو مشکل دى او بايد حل شي.))

همدارنګه د سروبي ولسوالۍ د لېسې يوه زده کوونکي بسم الله پژواک ته وويل چې د دوى ښوونځى ودانۍ نه لري.

هغه زياته کړه: ((د باد او باران په وخت کې زموږ مکتب رخصت وي، د کال تر پايه درسونه بېخي بې پلانه مخ ته ځي؛ ځکه معلومه نه ده چې کله باد او باران کېږي او مکتب رخصتېږي.))

دغه راز د اورګون ولسوالۍ د مدنې تولنې غړي نېک محمد مجاهد پژواک ته وويل چې د ترلاسه شوو شمېرو له مخې د دغه ولايت له نيمايي ډېر ښوونځي ودانۍ نه لري.

ده وويل: ((تر شنه اسمان لاندې خو درس نه ويل کېږي، درس ويل ارامې فضا ته اړتيا لري.))

مجاهد نيوکه وکړه چې د دغه ولايت د پوهنې رياست چارواکو د خپلو دندو ساتلو په موخه په کراتو ښوونځيو ته د ودانيو جوړولو ژمنې کړې خو تر اوسه يې په دې برخه کې عملي ګام نه دى پورته کړى.

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

د يادو څرګندونو په غبرګون کې د دغه ولايت د پوهنې رياست مرستيال محمدکريم اتلوال پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې له ٣٩٥ ښوونځيو څخه يواځې ١٨٤ يې ودانۍ لري.

خو ده وويل چې د روان کال په اوږدو کې د ١٩ ښوونځيو لپاره او په راتلونکي کال کې د ١٥٣ ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړېږي.

هغه زياته کړه: ((د دې ودانيو په جوړېدو سره به ٩٠ سلنه زموږ مشکل په دې برخه کې حل شي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.