د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سږ کال د کلیو د پراختیا ریاست له خوا په ننګرهار کې د بیارغونې ۵۵ پروژې پلې کېږي

سږ کال د کلیو د پراختیا ریاست له خوا په ننګرهار کې د بیارغونې ۵۵ پروژې پلې کېږي

Aug 30, 2018 - 09:38

جلال اباد (پژواک، ۷ وږی ۹۷):  د ننګرهار د کليو پراختيا رياست چارواکي وايي چې روان کال په دغه ولايت کې د ۵۵۲ ميليونه افغانيو په لګښت د بيارغونې ۵۵ پروژې تر کار لاندې دي.

دوی زیاتوي، دغه پروژې له حصارک او شېرزادو پرته په نورو ټولو ولسواليو کې پلې کېږي چې په بشپړېدو سره به يې د دغه ولايت د شاوخوا ۱۸۰۰ کليو زرګونه کورنيو ته ګټه ورسېږي.

د ننګرهار د کليو پراختيا رييس انجينر مجيب الرحمن ضياء له پژواک اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال وويل، دوی د ننګرهار په ۲۰ ولسواليو کې د ولسي تړون، کليوالي لارو جوړولو، څښاک پاکو اوبو برابرولو، د لاسي صنايعو ملاتړ، سيمه ييزې همغږۍ رامنځته کولو او پايدارې انرژۍ جوړېدو په برخو کې د کليوالي سيمو خلکو ته خدمات وړاندې کوي.

هغه زياته کړه، تېر ۱۳۹۶ او سږ کال په دغه ولايت کې له حصارک او شېرزادو ولسواليو پرته په نورو ټولو شلو ولسواليو کې د يو ميليارد او دوه سوه او ۴۵ ميليونه افغانيو په لګښت د ۱۵۰ پروژو کارونه ترسره شوي.

د ضياء په وينا، تېر کال د دغو پروژو له ډلې د ۹۵ پروژو کارونه بشپړ شوي او پر ۵۵ نورو کار روان دی چې ټولټال ۵۵۲ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

نوموړي زياته کړه: ((په دغو پروژو کې د کليوالي سړکونو، پلونو، پلچکونو، جوماتونو، د څښاک اوبو شبکې، ژورو څاګانو کيندلو، ښوونځيو جوړېدو او نور بېلابېل کارونه شامل دي.))

د کليو د پراختيا رييس وويل، چې د يادو ټولو پروژو لګښت د کليو پراختيا وزارت ورکوي او په راتلونکي کې هم د يو شمېر پروژو د پلېدو لومړني کارونه ترسره شوي.

د کليو پراختيا رييس وايي چې اوسمهال د دغه ولايت په اتو ولسواليو کې د ولسي تړون پروګرام پيل شوی او په پلان کې ده چې په پاتې نورو يو شمېر ولسواليو کې هم د ۴۰۰ پروژو کارونه پيل شي.

مجيب الرحمن ضياء وايي، د پروژو د شفافيت لپاره يې هم ځانګړي پلانونه جوړ کړي او ډاډ ورکوي چې د ټولو پروژو کارونه به په پوره شفافيت او د پروژې د ‌ ډيزاين مطابق ترسره شي.

هغه په تېر کې د ولسي تړون پروګرام په تړاو د خلکو د شکايتونو په ځواب کې وویل چې د هغو پروژو چارې د مرستندويه موسساتو له خوا مخې ته وړل کېدې چې تر ډېره معياري نه وې، خو اوس پروژې ټولې وزارت پلې کوي او څار او تطبيق يې دوی په پوره دقت سره سرته رسوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement