ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې د ۱۳۱ ميليونه افغانيو په لګښت د دوو پروژو کارونه پيل شول

پکتيا کې د ۱۳۱ ميليونه افغانيو په لګښت د دوو پروژو کارونه پيل شول

author avatar
30 Aug 2018 - 16:47
پکتيا کې د ۱۳۱ ميليونه افغانيو په لګښت د دوو پروژو کارونه پيل شول
author avatar
30 Aug 2018 - 16:47

ګردېز (پژواک، ٨ وږى ٩٧): د پکتيا مرکز ګردېز کې د ۱۳۱ ميليونه افغانيو په لګښت د يوه سړک او يوې ودانۍ جوړېدو چارې پيل شوې.

د سړک پروژه د ګردېز ښاروالۍ له خوا په ۷۶ ميليونه افغانيو پلې کېږي چې يو اعشاريه پنځه کيلومتره اوږدوالی او دېرش متره سور لري.

د ګردېز ښاروال عصمت الله خالد د وږي په اتمه د يادې پروژې د پرانيستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه سړک د ګردېز ښار د ماسټر پلان برخه ده چې په شپږو مياشتو کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

خالد وايي چې د سړک په دېرش متره سور کې به اووه، اووه متره دوه سړکونه، پنځه متره ګلدانونه، درې متره ويالې او دواړو غاړو ته څلور، څلور متره پياده روونه جوړ شي چې ورسره به د نجونو له ښاري لېسې تر دويمې حوزې د صالوخېلو سيمې ګڼو خلکو ته اسانتيا برابره شي.

نوموړي وويل: ((دغه سړک د صالوخېلو په نوم ياديږي او د ګردېز د عمومي ماسټر پلان يوه برخه ده. بودجه د ښاروالۍ له خوا ورکول کېږي، چې شپږ اويا ميليونه او دوه سوه زره افغانۍ کېږي او په څلورو کلونو کې به په قسط وار ډول شرکت ته ورکول شي.))

د سيمې اوسېدونکي د سړک پر جوړېدو خوشاله دي، خو ټينګار کوي چې کارونه يې بايد په ښه کيفيت ترسره شي.

د صالوخېلو کلي اوسېدونکی عبدالصمد وايي: ((څومره چې سړکونه انکشاف کوي، هغومره ښار ورسره انکشاف کوي او خلکو ته سهولت رامنځته کېږي، نو سړک ته خو طبعاً ټول خوشاله وي، خو په دې معنا لکه څنګه چې والي صېب او شاروال صېب وايي، په هغو شرايطو او هغه شکل جوړ شي، داسې نه چې لوټه په اوبو کې کېږده او تېر شه.))

همدارنګه د پکتيا پوهنتون د لابراتوار ودانۍ د جوړېدو د بنسټ ډبره هم کېښودل شوه چې د مسوولينو په خبره، په دوو پوړونو کې به جوړه شي.

د پکتيا پوهنتون رييس ډاکتر سيد ولي جلالزی وايي چې ياده ودانۍ د هند په ۵۵ ميليونه افغانۍ مرسته په يو کال کې جوړېږي چې ورسره به په عملي برخه کې د محصلينو شته ستونزې هوارې شي.

جلالزي وويل: ((بې له لابراتوار څخه په عملي برخه کې پوهنتون په هېڅ حسابېږي او شته تقاضا نه شي پوره کولی، په همدې خاطر د دې تعمير په جوړېدو سره به په عملي برخه کې ډېرې ستونزې هوارې شي. دا به عصري تعمير وي او د طب، زراعت، اقتصاد او نورو پوهنځيو محصلين به په کې عملي کار کولی شي.))

د کرنې پوهنځي محصل راشد وايي چې د عملي کار ترسره کولو په برخه کې زياتې ستونزې لري او هيله من دی چې د دغه لابراتوار په جوړېدو سره به ورته د فني عملي کار اسانتيا برابره شي.

نوموړي وويل: ((هر پوهنځی د عملي کار ډېره برخه لري او بايد عملي شي؛ ځکه يوازې نظري نه زده کيږي او نه په ذهن کې پاتې کيږي. زراعت پوهنځی بيا عملي کار ډېر لري، خو تر اوسه موږ داسې ځای نه لرو چې په سم ډول په کې پرکټېکل کار وکړو، نو انشاالله چې دا لابراتوار جوړ شي، ډېر سهولت به ورسره ايجاد شي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.