کندهار (پژواک، ۸ وږی ۹۷): په کندهار کې د پښتنو او بلوڅو د پيوستون او یووالي ورځ د یوې غونډې په جوړولو ونمانځل شوه چې د کندهار ولایت مقام په غازي امان الله خان تالار کې جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د چارواکو تر څنګ د پښتنو او بلوڅو قومونو مشرانو ګډون کړی وو.
د کندهار ولایت مرستیال عبدالحنان منیب دې غونډې ته په خپله وینا کې وویل، د پښتنو او بلوڅو قومونو د يووالي ورځ له ۱۳۲۸ لمریز کال راهیسې نمانځل کېږي.
هغه زیاته کړه، دغو دوو قومونو د تاریخ په اوږدو کې ژورې اقتصادي، سياسي، فرهنګي او مذهبي اړيکې لرلي دي او د ازادۍ اخیستلو په لار کې يې ډېرې قربانۍ ورکړي دي.
منیب له پښتنو او بلوڅو قومونو وغوښتل چې د خپلو ګډو مشترکاتو له مخې تر پخوا هم متحد و اوسي او له اوسني محکومیت څخه د خلاصون په موخه دې ګډه مبارزه چټکه کړي څو دغه قومونو د نړۍ د نورو قامونو په څېر پرمختللی او هوسا ژوند ولري.
د ولایت مقام د ټولنیزو چارو مرستیال حاجي اغا لالي دستګیري هم وویل چې پښتانه او بلوڅان تل د خپل ګډ دښمن پر وړاندې یو اوسېدلي او دغه یووالی به تلپاتی وی.
غونډې ته د پښتنو او بلوڅانو مشرانو هم ویناوې وکړې.
د بلوڅو قوم د شورا رییس مولوي سید احمد غفوري وویل، پښتانه او بلوڅ په لسګونو او سلګونو ګډې ریښې لري، دوی ګډ تاریخ، یوه جغرافیوي سیمه، ګډه ژبه او شریک روایات لري.
د ده په خبره، لکه څنګه چې اوبه په ډانګ نه بېلېږي، دوی هم څوک نه شي بېلولای.
نوموړي ټینګار وکړ چې د ولس تر څنګ دې حکومت هم د نورو ملي چارو تر څنګ د پښتنو او بلوڅو وروڼو د ملي داعیې په اړه روښانه او څرګند دریځ غوره کړي.
د یادونې ده، په ۱۳۲۸ لمریز کال په پغمان کې د ټولې پښتونخوا قومي مشرانو، د لرو پښتنو د ملتپالو ګوندونو سرمشرانو او استازو، د برو پښتنو د سیاسي کړیو استازو او د افغان دولت لوړ پوړو چارواکو په یوې سترې ملي جرګې کې پرېکړه وکړه چې د وږي ۹مه به د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ وي او د پښتونستان د ورځې په نوم به یادېږي.
دغه راز په دې جرګه کې د پښتونستان پر ملي ترانه هم هوکړه وشوه چې تل به د پښتنو او بلوڅو لپاره د کابل راډيو د هغه مهال د خپرونو په پای کې د شپې د اتو بجو د پښتو خبري سرویس څخه مخکې خپرېده.
له هماغه وخته د وږي ۹مه په لرې پښتونخوا او افغانستان کې د یوې ملي ورځې او جشن په توګه هرکال نمانځل کېده او په دې ورځ به په کابل کې د لر او بر پښتنو له خوا لوی لاریون تر سره کېده او بیا به ټول لاریونوال د کابل په پښتونستان واټ کې راټولېدل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن