د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کندوز ښار کې هدفي وژنې ډېرې شوې دي

کندوز ښار کې هدفي وژنې ډېرې شوې دي

Aug 30, 2018 - 15:54

کندوز ښار (پژواک، ٨ وږى ٩٧): په کندوز کې د تېرې يوې اونۍ په اوږدو کې اته کسان د هدفي بريدونو په ترڅ کې وژل شوي چې له امله يې د دغه ولايت اوسېدونکي سخت اندېښمن دي.

د کندوز ولايتي شورا غړي امرالدين ولي د وږي په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې په کندوز ښار کې امنيتي وضعيت ډېر خراب شوى چې له امله یې خلک اندېښمن دي.

هغه وايي چې په تېره يوه اوونۍ کې څلور پوليس او څلور ملکي وګړي په کندوز ښار کې په هدفي بريدونو کې وژل شوي دي.

دغه راز د کندوز ښار اوسېدونکي حکيم الله پژواک ته وويل چې د امنيتي مسوولينو د نه پاملرنې له امله په دغه ښار کې هدفي وژنې ډېرې شوې دي.

هغه زياته کړه: ((وژنې خپل اوج ته رسېدلې دي، په يوه اوونۍ څو کسان وژل شوي، کورونه غلا شوي خو څوک نشته چې پوښتنه يې وکړي.))

همدارنګه د دغه ښار يو بل اوسېدونکي جميل پژواک ته وويل چې دوه ورځې مخکې د چيني لوښو خرڅوونکو په کوڅه کې د يو کس وژل کېدل يې پر خپلو سترګو ليدلي دي.

هغه وايي: ((زه په دې کوڅه کې روان وم چې يو کس راغی او د يوه سوداګر ساتونکی يې په تبر وواهه او ټوپک يې تر يووړه خو د دې سوداګر نور ساتونکي راغلل هغه کس یې ګير کړ او پر ډزو يې و واژه.))

نوموړى زياتوي: ((تاسو خپله فکر وکړئ! کله چې په ښار کې دغه شان حال وي او پوليس هم درک ونه لري، نو څنګه به د خلکو زړونه نه چوي.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې د هدفي وژنو وروستۍ پېښه نن په کندوز ښار کې رامنځته شوه.

نن سهار يو شمېر وسله والو کسانو د کندوز ښار د لومړى امنیتي حوزې يو ساتمن د کابل بندر په څلورلاره کې پر ډزو وواژه او د هغه وسله يې له ځان سره يووړه.

دغه راز د کندوز د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونمل صفي الله محزون هم يادې څرګندونې تاييدوي.

دى وايي چې په کندوز ښار کې د وروستيو هدفي وژنو په تړاو تر اوسه پنځه کسان نيول شوي او د نورو د نيولو هڅې روانې دي.

هغه زياته کړه: ((موږ خپلې وروستۍ هڅې کوو چې د دغه ولايت په امنيتي وضعيت کې تغيير راولو او د هدفي وژنو مخه ونيسو څو د خلکو اندېښنې رفع شي.))

دا په داسې حال کې ده چې د کابل تر څنګ په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم په دې وروستيو کې هدفي وژنو زور اخيستى دى.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement