کابل(پژواک، ۹ وږى ۹۷): ټاکل شوې افغانستان نن له ايرلينډ سره د کرکټ يوه ورځنۍ درېيمه پنځوس اووريزه لوبه ترسره کړي .
دغه سيالۍ نن له غرمې وروسته د ايرلينډ په بلفاست ښار کې پيلېږي
د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې تراوسه له ايرلينډ څخه دوه شل اووريزې او يوه پنځوس اوويزه لوبې ګټلې دي ، خو يو پنځوس اووريزه لوبه بيا ايرلينډ ګټلې ده .
افغانستان ددغو شل اووريزو لوبو قهرمان شوى دى
نننۍ لوبه به د پنځوس اووريزو لوبو قهرمان هم په ډاګه کړي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له ايرلينډ سره د درې شل اووريزو او درې يو ورځينو پنځوس اووريزو لوبو د تر سره کولو په موخه ايرلينډ هېواد ته تللې ده .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن