ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې ځانګړو امنيتي ځواکونو د عملياتو پرمهال   ۱۱ کسان وژلي

ننګرهار کې ځانګړو امنيتي ځواکونو د عملياتو پرمهال ۱۱ کسان وژلي

author avatar
31 Aug 2018 - 10:37
ننګرهار کې ځانګړو امنيتي ځواکونو د عملياتو پرمهال   ۱۱ کسان وژلي
author avatar
31 Aug 2018 - 10:37

جلال اباد (پژواک، ۹ وږی ۹۷): د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو شپني عمليات کړي چې ۱۱ کسان يې وژلي او ۱۲ نور يې له ځانه سره ژوندي بيولي دي.

ځايي چارواکي وايي چې په وژل شويو کسانو کې د وسله والو طالبانو يو سرګروپ او د هغه مرستيال هم شامل دي؛ خو د سيمې اوسېدونکي وايي چې يو شمېر ملکي وګړي هم په وژل شويو کسانو کې شامل دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د وږي په ۹مه پژواک اژانس ته وويل چې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د خوږياڼو ولسوالۍ اړوند د بر بهار په سيمه کې د وسله والو طالبانو د يو سرګروپ پر کور عمليات کړي دي.

نوموړى د خوږياڼو د ولسوال له قوله وايي چې په عملياتو کې د طالبانو د يو سرګروپ رفيع الله او د هغه د مرستيال هجرت په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۲ نور مشکوک کسان عمليات کوونکو ځواکونو له ځانه سره بيولي دي.

هغه زياتوي: ((په عملياتو کې وسلې او مهمات، يو موټر سايکل او يو موټر هم تخريب شوي؛ خو موږ د وژل شويو کسانو د هويت په تړاو نور کره معلومات تر څېړنو وروسته رسنيو سره شريکو.))

په سيمه کې يوې امنيتي سرچينې د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې د تېرې شپې عملیات د طالبانو د يو ځايي قوماندان قاري رفیع الله پر کور شوي دي.

سرچینه زياتوي، امنیتي ځواکونو د رفیع الله د کور شاوخوا ماينونه ایښي و او کور  یې ټول نړولى، وروسته د رفیع الله او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته کې په خپله د رفیع الله په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي.

سرچينې زياته کړه، اته تنه د رفیع الله په کور کې، دوه تنه د یو کاونډي په کور کې او یو په بل کور کې وژل شوي؛ خو ښځې ماشومان او بهرني وګړي په کې نشته.

د وسله والو طالبانو د دغه سرګروپ د کورنۍ يوه غړي هم د نوم نه خپرولو په شرط تاييد کړې  چې د نښتې پرمهال يې د کورنۍ اته غړي وژل شوي، چې رفيع الله او د هغه مرستيال هم په کې شامل دي.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تېره شپه کورنيو او امريکايي ځواکونو د خوږياڼو ولسوالۍ په کوز بهار سيمه کې د يو زيات شمېر کورونو دروازې ماتې کړي  او يو کور يې په بشپړه توګه ويجاړکړى دى.

هغه ادعا کړې چې ٩عام وګړي يې وژلي او يو شمېر يې ورسره بيولي دي. 

 د ملي امنيت ځانګړي دغه ځواکونه چې تر ډېره د صفر۲ قطعې په نوم مشهور دي، د ننګرهار په بېلابېلو ولسواليو کې يې تر دې وړاندې هم د ورته شپنيو عملياتو پرمهال د وسله والو ترڅنګ ملکي خلکو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.