ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“وسله والو طالبانو په ډنډ غوري کې د سولې کاروان غړو ته سپکې سپورې ويلي”

“وسله والو طالبانو په ډنډ غوري کې د سولې کاروان غړو ته سپکې سپورې ويلي”

author avatar
31 Aug 2018 - 14:19
“وسله والو طالبانو په ډنډ غوري کې د سولې کاروان غړو ته سپکې سپورې ويلي”
author avatar
31 Aug 2018 - 14:19

پلخمري (پژواک، ۹وږى۹۷): د سولې کاروان غړي وايي چې وسله والو طالبانو د بغلان په ډنډ غوري ولسوالۍ  کې تر خپل واک لاندې سيمه کې دوى ته اجازه ورنه کړه چې له خلکو او قومي مشرانو سره وويني او ان  دوى يې توهين کړي دي.

د هلمند د سولې  کاروان غړي  تېره ورځ   د طالبانوتر واک لاندې سیمو اوسېدونکوقومي  مشرانوسره دلیدو په موخه   د ډنډغوري  اکاخېلو کلي ته تللي  وچې ماښام مهال د  طالبانو د څلور کسیزه ډلې  له خوا یې  د وړاندې تګ مخه نیول شوې  او بېرته یې را ګرځولي دي  .

دسولې  کاروان ویاند بسم الله وطن دوست  دوږي په  ۹ مه پژواک خبري اژانس ته وویل: (( دوی غوښتل چې په ډنډ غوري کې دوسله والو طالبانو کنټرول لاندې سیمو له قومي مشرانو سره و ویني  او دسولې پیغام  ورسره شریک کړي، خو کلي ته  پر رسېدو دڅلور وسله والو له خوا له وینا څخه منع کړل شول. ))

هغه وویل چې وسله والو لومړی  دوی ته سپکې خبرې وکړې اوپه مرګ يې و ګواښل، خو دوی له خپل دریځ څخه  تېر نه شول اوخپلو خبرو او پیغام رسولو ته یې دوام ورکړ.

نوموړي زیاته کړه : (( له خلکو سره دلیدو پرمهال د طالبانو د والي مرستیال سیمې ته راغی له دوی سره تر لیدو او خبرو کولو وروسته یې د وسله  والو له خوا ورسره د شوي  توند چلند بښنه وغوښته، خو تر خپل واک لاندې سيمو کې يې اوس  مهال  له غونډو څخه منع او بېرته ددولت تر کنټرول  لاندې سیمو ته ستانه کړل . ))

دوی هغه اوازې هم رد کړې چې کواګې طالبانو دسولې کاروان غړي  وهلي دي  .

بغلان کې دسولې له کاروان سره  ملګري او مدني فعال هدایت الله محسني پژواک ته وویل : (( دسولې کاروان غړي  طالبانو ته له خبر ورکولو پرته دهغوی  تر واک لاندې  سیمو ته ورغلي وو که له ورتګ وړاندې یې خبر ورکړای واى  ممکن چې دوی يې مخه نه وای نیولې. ))

محسني زیاته کړه، له وسله والو طالبانو سره یې خبرې شوي امکان شته چې په راتلونکي کې  دسولې کاروان  يو ځل بیا په ډنډ غوري کې د وسله والو طالبانو تر واک    لاندې کلیو ته ورشي او له قومي مشرانو سره له نږدې خبرې وکړي .

د سولې کاروان  نن سهار  مزار ته دتلو پرځای کندوز ته  ولاړ ، هلته له قومي مشرانو سره ترلیدو وروسته په پام کې ده چې مزارشریف ته په رسېدو  یې  دغه ستړی  سفر پای ته ورسیږي . You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.