ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې وسله والو څلور حکومتي کسان او يو موټر چلوونکى وژلي

بدخشان کې وسله والو څلور حکومتي کسان او يو موټر چلوونکى وژلي

author avatar
31 Aug 2018 - 16:15
بدخشان کې وسله والو څلور حکومتي کسان او يو موټر چلوونکى وژلي
author avatar
31 Aug 2018 - 16:15

کابل(پژواک، ۹ وږى ۹۷): د بدخشان چارواکي وايي چې ناپېژانده وسله والو څلور حکومتي مامورين وژلي او د واخان ولسوالۍ د ښوونکو د معاش اووه نيم ميليونه افغانۍ يې ترې وړې دي.

د بدخشان د پوهنې رييس روح الله محقق پژواک اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن سهار د اشکاشم – واخان ولسوالۍ پر لاره رامنځته شوې ده .

هغه وويل چې وژل شوي کسان ، يو د پوهنې رياست معتمد، يو نظارت کوونکى، دوه پوليس او يو موټر چلوونکى دي.

د پوهنې رييس زيات کړه ((د بدخشان له ٢٨ولسواليو څخه د ١٣ ولسواليو د مامورينو معاشونه د امنيتي ګواښ له امله په نظامي چورلکو کې انتقالېږي، چې پوليسو لومړى دغه پيسې په چورلکه کې اشکاشم ته لېږدولې دي او بيا يې غوښتل چې په يوه شخصي موټر کې يې واخان ته ولېږدوي چې د واخان په سياه پشته سيمه کې له غلو سره مخ شوي دي.)) 

د بدخشان د ولايتي شورا يو غړى طالب الدين قادري وايي چې پوليسو ددغو پيسو په لېږد کې غفلت کړى او چا چې د ځمکې له لارې ددغو پيسو د لېږد امر کړى بايد پوښتنه ترې وشي .

هغه وويل: (( د اشکاشم لاره د بدخشان له ناامن ترينو لارو څخه ده او په دومره اندازه د پيسو لېږد حماقت دى.))

د بخشان د والي وياند نيک محمد نظري ددغې پېښې په تاييد وويل چې د غلو د پيدا کېدو په موخه هڅې پيل شوې دي.

د بدخشان د امنيه قوماندانۍ د اوپراسيون امر سمونوال امام علي عزيزي وايي چې ملي او سرحدي پوليس د پېښې ځاى ته رسېدلي او څېړنې يې پيل کړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.