د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

دفاع وزارت : ٤٣ وسله وال طالبان وژل شوي

دفاع وزارت : ٤٣ وسله وال طالبان وژل شوي

Aug 31, 2018 - 14:35

 کابل (پژواک، ٩وږى ٩٧) : د ملي دفاع وزارت وايي چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو پرمهال ٤٣ وسله وال طالبان وژل شوي او ٢٠نور ټپيان شوي دي.

د ملي دفاع وزارت له لوري پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه ګډ عملیات د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ په ننګرهار، کونړ، غزني، پکتیا، کندهار، اروزګان، کندوز، فاریاب، بغلان او هلمند ولایتونو کې تر سره شوي دي.

د سرچينې په خبره چې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې ۲۴ طالب ترهګر وژل شوي، ۱۳ تنه ټپیان او د دښمن ۶ موټر او موټر سایکلونه له منځه وړل شوي، د غزني په اندړو ولسوالۍ کې ۵ ترهګر وژل شوي، ۴ تنه ټپيان، د پروان په کوه صافي ولسوالۍ کې ۵   ترهګر وژل شوي او ۳ شکمن کسان نیول شوي او د لغمان مرکز اړوند سیمه کې د یو تن پاکستاني او یو تن چیچیني ترهګرو په ګډون ۴ ترهګر  وژل شوي او ۲ چیچینایان ټپيان شوي دي  .

همدا راز د ننګرهار په خوګیانو ولسوالۍ کې ۲ داعشیان وژل شوي او یوه قرارګاه يې له منځه وړل شوې، د هلمند په مارجې او نادعلي   ولسوالیو کې ۳ ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي او د اروزګان په چنارتو ولسوالۍ کې د دښمن یو موټر او ۳ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement