ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هالنډي سیاستوال د محمد (ص) د کارتون کښلو سیالي لغوه کړه

هالنډي سیاستوال د محمد (ص) د کارتون کښلو سیالي لغوه کړه

author avatar
31 Aug 2018 - 15:02
هالنډي سیاستوال د محمد (ص) د کارتون کښلو سیالي لغوه کړه
author avatar
31 Aug 2018 - 15:02

کابل(پژواک، ۹ وږى۹۷): په نړۍ کې د مسلمانانو له پراخو اعتراضونو وروسته ‏هالنډي سیاستوال د محمد (ص) د کارتون کښلو اعلان کړې سیالي لغوه کړه

 د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد ص پر وړاندې د بې حرمتۍ د کاريکاتور دغه سیالي د هالنډ هېواد د پارلمان د یو غړي ګریټ ویلډرز له خوا اعلان شوې ده.

نوموړي د وږي په ٨مه وويل چې بې ګناه خلکو ته د زيات خطر په اساس يې دغه سيالي لغوه کړې ده .

ويلډرز چې د اسلام له سرسختو منتقدينو څخه دى په يوه اعلاميه کې ويلي چې هيڅکله به د اسلام پرضد له خپلې شخصي مبارزې څخه لاس په سر نه شي.

ده ويلي چې د اسلام د ستر پيغمبر د کارتون کښلو سيالۍ زيات خطر بې ګناه وګړو ته دى او پر هالنډ يې د حملو احتمال زيات کړى، نو له همدې امله يې دغه سيالي لغوه کړه .

هالنډ د هغه کس د نيولو خبر ورکړى چې هوډ يې درلود پر ګريټ ويلډرز بريد وکړي

 اسلامي نړۍ ددغې سيالۍ پروړاندې پراخ غبرګون وښود او يو شمېر هېوادونو د هالنډ سفيران هم احضار او ددغې سيالۍ د لغوه کېدو غوښتنه يې ترې وکړه .

له دې مخکې د افغانستان حکومت هم له هالنډ څخه غوښتي و چې ددغې سيالۍ مخه ونيسي

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر په هغې خپره شوې خبرپاڼه کې چې يوه کاپي يې پژواک ترلاسه کړې راغلي، د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد ص د توهین کوونکو انځورونو د جوړېدو او خپرېدو د سیالۍ په اړه د هالنډ د بهرنیو چارو له وزیر سټیف بلاک سره ټيلېفوني خبرې وکړې.

سرچینې لیکلي چې رباني سپېڅلو بشري ارزښتونو ته بې حرمتي د منل شوو اخلاقي معیارونو او بیان ازادۍ خلاف وګڼل او د هالنډ د بهرنیو چارو له وزیر یې وغوښتل چې د دې سناریو درولو لپاره چې په ټوله نړۍ کې د شاوخوا یونیم میلیون مسلمانانو د سپېڅلو احساساتو پارېدو لامل ګرځي، د توان تر حده هڅه وکړي.

د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې له دې موضوع سره هېڅ اړیکه نه لري او هڅه به وکړي چې د هېواد د قانون په چوکاټ کې وکولای شي د دې پېښې پر وړاندې غبرګون وښيي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.