د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"وسله والو طالبانو په ډنډ غوري کې د سولې کاروان غړو ته سپکې سپورې ويلي"

"وسله والو طالبانو په ډنډ غوري کې د سولې کاروان غړو ته سپکې سپورې ويلي"

Aug 31, 2018 - 14:19

پلخمري (پژواک، ۹وږى۹۷): د سولې کاروان غړي وايي چې وسله والو طالبانو د بغلان په ډنډ غوري ولسوالۍ  کې تر خپل واک لاندې سيمه کې دوى ته اجازه ورنه کړه چې له خلکو او قومي مشرانو سره وويني او ان  دوى يې توهين کړي دي.

د هلمند د سولې  کاروان غړي  تېره ورځ   د طالبانوتر واک لاندې سیمو اوسېدونکوقومي  مشرانوسره دلیدو په موخه   د ډنډغوري  اکاخېلو کلي ته تللي  وچې ماښام مهال د  طالبانو د څلور کسیزه ډلې  له خوا یې  د وړاندې تګ مخه نیول شوې  او بېرته یې را ګرځولي دي  .

دسولې  کاروان ویاند بسم الله وطن دوست  دوږي په  ۹ مه پژواک خبري اژانس ته وویل: (( دوی غوښتل چې په ډنډ غوري کې دوسله والو طالبانو کنټرول لاندې سیمو له قومي مشرانو سره و ویني  او دسولې پیغام  ورسره شریک کړي، خو کلي ته  پر رسېدو دڅلور وسله والو له خوا له وینا څخه منع کړل شول. ))

هغه وویل چې وسله والو لومړی  دوی ته سپکې خبرې وکړې اوپه مرګ يې و ګواښل، خو دوی له خپل دریځ څخه  تېر نه شول اوخپلو خبرو او پیغام رسولو ته یې دوام ورکړ.

نوموړي زیاته کړه : (( له خلکو سره دلیدو پرمهال د طالبانو د والي مرستیال سیمې ته راغی له دوی سره تر لیدو او خبرو کولو وروسته یې د وسله  والو له خوا ورسره د شوي  توند چلند بښنه وغوښته، خو تر خپل واک لاندې سيمو کې يې اوس  مهال  له غونډو څخه منع او بېرته ددولت تر کنټرول  لاندې سیمو ته ستانه کړل . ))

دوی هغه اوازې هم رد کړې چې کواګې طالبانو دسولې کاروان غړي  وهلي دي  .

بغلان کې دسولې له کاروان سره  ملګري او مدني فعال هدایت الله محسني پژواک ته وویل : (( دسولې کاروان غړي  طالبانو ته له خبر ورکولو پرته دهغوی  تر واک لاندې  سیمو ته ورغلي وو که له ورتګ وړاندې یې خبر ورکړای واى  ممکن چې دوی يې مخه نه وای نیولې. ))

محسني زیاته کړه، له وسله والو طالبانو سره یې خبرې شوي امکان شته چې په راتلونکي کې  دسولې کاروان  يو ځل بیا په ډنډ غوري کې د وسله والو طالبانو تر واک    لاندې کلیو ته ورشي او له قومي مشرانو سره له نږدې خبرې وکړي .

د سولې کاروان  نن سهار  مزار ته دتلو پرځای کندوز ته  ولاړ ، هلته له قومي مشرانو سره ترلیدو وروسته په پام کې ده چې مزارشریف ته په رسېدو  یې  دغه ستړی  سفر پای ته ورسیږي .

له هلمند ولايت څخه را خوځېدلى  د سولې کاروان په ٣٨ورځو کې  د ۷۰۰ کيلو متره پلي تګ او دخلکو له پراخ ملاتړ وروسته د غبرګولي په ۲۸ مه  کابل ته راورسېد او ولسمشر د دوی د لیدنې لپاره د کابل ښار حضوري چمن ته لاړ او د هغوی له یاد سوله غوښتونکي مدني حرکت څخه یې ملاتړ وکړ.

له هغه وروسته ددغه کاروان غړو په کابل کې د يو شمېر سفارتونو مخې ته د سولې د ټينګښت په موخه د پرلت خېمه ووهله  او له هغه وروسته يې د بلخ ولايت پر لور لوڅې پېښې پلى تګ پيل کړ.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement