کابل (پژواک ، ٩ وږى ٩٧): ولسمشر محمداشرف غني د بريتانيا له دفاع وزير سره په کتنه کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز، د سولې پروسې او له تروریزم سره پر ګډې مبارزې بحث او خبرې وکړې.
ولسمشر دغه ليدنه پرون له غرمې وروسته د بریتانیا د دفاع وزیر ګوین ویلیامسن سره په ګلخانې ماڼۍ کې وکړه.
په دې کتنه کې دواړو لورو په سیمهییزو مسایلو، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې او له تروریزم سره پر ګډې مبارزې خبرې وکړې.
د هېواد ولسمشر د بریتانیا د دفاع وزیر ګوین ویلیامسن او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، له افغانستان سره په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په برخه کې د بریتانیا د مرستو او همکاریو قدرداني وکړه.
وروسته، د برتانیا د دفاع وزیر له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د افغان امنیتي ځواکونو قربانۍ وستایلې او په افغانستان کې یې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت ترڅنګ له افغانستان سره په ځانګړي ډول د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په برخه کې د خپل هېواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن