د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په ټول هېواد کې د شري واکسين کمپاين پيلېږي

په ټول هېواد کې د شري واکسين کمپاين پيلېږي

Aug 31, 2018 - 11:29

 کابل(پژواک، ۹ وږى ۹۷): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په ټول هېواد کې به د شري واکسين کمپاين ددوه مياشتو لپاره سر له سبا(د وږي ١٠مه ) پيل شي .

د عامې روغتيا وزير فيروز الدين فيروز په يو تصويري پيغام کې ويلي چې دغه واکسين په ولايتونو کې د شري د زياتو پېښو رامنځته کېدو ته په کتو سره پيلېږي چې له نهه مياشتني ماشوم څخه نيولې تر لس کلن پورې به واکسين شي .   

هغه زياته کړې :(( د عامې روغتيا وزارت تصميم ونيوه چې د شري د مخنيوي او د دغې ناروغۍ له امله د ماشومانو د مړينې کچې د کموالي په موخه به په ټول هېواد کې ددغه واکسين کمپاين پيل کړي .)) 

د نوموړي په خبره، دغه کمپاين د دوه مياشتو په ترڅ کې له کورونو سره په نږدې ساحو کې لکه روغتيايي مرکزونو، ښوونځيو او جوماتونو کې د روغتيايي کار کوونکو له خوا د مخکني واکسين په نظر کې نيولو پرته  پلى کېږي .

هغه وويل چې شرى يوه خطرناکه ناروغي ده او په همدې موخه له کورنيو غواړي چې خپل ماشومان واکسين کړي .

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو په اساس، ټاکل شوې چې ددغه کمپاين پرمهال ١٣ميليون او ٨سوه زره ماشومان واکسين شي .

د يادونې ده چې يوه مياشت مخکې ددغې ناروغۍ له امله په بدخشان کې څلور ماشومان مړه شوي وو.

تبه ، ريزش ، د سترګو سور والى، سردرد، ټوخى ، ګنګسيت، ځان درد او  لږ اشتها د شري ناروغۍ لومړنۍ نښې دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement