کابل(پژواک، ۹ وږى ۹۷): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په ټول هېواد کې به د شري واکسين کمپاين ددوه مياشتو لپاره سر له سبا(د وږي ١٠مه ) پيل شي .
د عامې روغتيا وزير فيروز الدين فيروز په يو تصويري پيغام کې ويلي چې دغه واکسين په ولايتونو کې د شري د زياتو پېښو رامنځته کېدو ته په کتو سره پيلېږي چې له نهه مياشتني ماشوم څخه نيولې تر لس کلن پورې به واکسين شي .
هغه زياته کړې :(( د عامې روغتيا وزارت تصميم ونيوه چې د شري د مخنيوي او د دغې ناروغۍ له امله د ماشومانو د مړينې کچې د کموالي په موخه به په ټول هېواد کې ددغه واکسين کمپاين پيل کړي .))
د نوموړي په خبره، دغه کمپاين د دوه مياشتو په ترڅ کې له کورونو سره په نږدې ساحو کې لکه روغتيايي مرکزونو، ښوونځيو او جوماتونو کې د روغتيايي کار کوونکو له خوا د مخکني واکسين په نظر کې نيولو پرته پلى کېږي .
هغه وويل چې شرى يوه خطرناکه ناروغي ده او په همدې موخه له کورنيو غواړي چې خپل ماشومان واکسين کړي .
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو په اساس، ټاکل شوې چې ددغه کمپاين پرمهال ١٣ميليون او ٨سوه زره ماشومان واکسين شي .
د يادونې ده چې يوه مياشت مخکې ددغې ناروغۍ له امله په بدخشان کې څلور ماشومان مړه شوي وو.
تبه ، ريزش ، د سترګو سور والى، سردرد، ټوخى ، ګنګسيت، ځان درد او لږ اشتها د شري ناروغۍ لومړنۍ نښې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن