ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست سوداګر: ګمرک مو د لسګونه ميليونه ډالرو په ارزښت توکي ګرځولي

د خوست سوداګر: ګمرک مو د لسګونه ميليونه ډالرو په ارزښت توکي ګرځولي

author avatar
1 Sep 2018 - 15:52
د خوست سوداګر: ګمرک مو د لسګونه ميليونه ډالرو په ارزښت توکي ګرځولي
author avatar
1 Sep 2018 - 15:52

خوست ښار (پژواک، ۱۰ وږی ۹۷): د خوست سوداګر او هټۍ لرونکي وايي چې د خوست ګمرک ترې د لسګونه ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت سوداګريز مالونه چې ډېر يې خوراکي توکي دي، ګرځولي دي.

دغو سوداګرو او دوکاندارانو چې نن (د وږي ۱۰مه) يې يو خبري کنفرانس ته خبرې کولې وويل، دولت د غلام خان بندر له لارې دغه ولايت ته پر واردوونکو سوداګريزو مالونو ګمرکي محصول څو چنده لوړ کړی دی.

د هغوی په وينا، دولت ځکه پر دغو مالونو ګمرکي محصول لوړ کړی چې ګني له دې لارې هېواد ته چاودېدونکي توکي، وسلې او يا نور مهمات چې وسله وال ترې د ترهګريزو پېښو په ترسره کولو کې ګټه اخلي، راوړل کېږي.

د جمال په تڼي په نوم يوه خوستي سوداګر وويل، ستونزه پر دې نه حلېږي چې په سوداګريزو مالونو دې ګمرکي محصول لوړ شي.

د هغه په وينا، که چېرې دولت په رښتيا غواړي چې هېواد ته د چاودېدونکو توکو او يا د وسلو د انتقال مخه ونيسي، نو پر نورو لارو چارو دې فکر وکړي.

نوموړي زياته کړه، که مرکزې دولت دې ستونزې ته ژر تر ژره د حل يوه لار پيدا نه کړي، نو د سوداګرو ټول هغه مالونه به چې په ګمرک کې بند پاتې دي، له تاريخ تېر او له منځه لاړ شي.

جمال تڼی وايي: ((زموږ ۲۰۰ بار وړونکي موټر چې ټول خوراکي مواد په کې بار دي، دا يوه نيمه مياشت کېږي چې ګمرک درولي دي. په دې کې داسې توکي موجود دي چې نور له تاريخ څخه تېريږي، کله چې په تاريخ شول دا په دې معنا چې زموږ دولت په لوی لاس ولس ته د ګټې پر ځای زيان رسوي او بغاوت رامنځته کوي.))

د خوست يو بل سوداګر او د صنفي اتحاديې مرستيال انعام رحماني کنفرانس ته وويل، پخوا چې پر يو بار وړونکي موټر ۹۰زره افغانۍ ګمرکي محصول راته، اوس په هماغه موټر له دوی څخه ۱۲ سوه زره افغانۍ غواړي چې دا د دوی له وسه پورته دي.

هغه وايي: ((پر ولسمشر غږ کوو چې اړوند ادارې ته هدايت وکړي، څو موږ سوداګرو سره د مخکې په څېر ګوزاره وکړي، کنه موږ تيار يو چې مالونه مو تشريح شي او څومره ګمرک چې په موږ راته هغه ورکړو.))

د خوست سوداګری او صنايعو خونې مشر نواب اميزي هم پژواک ته ومنله، کوم ګام چې دولت د خوست د سوداګرو او دوکاندارانو پر وړاندې پورته کړی، د هېواد له نافذه قوانينو سره په ټکر کې دی.

دی زياتوي: ((پر سوداګريزو مالونو د ګمرکي محصول لوړولو ډېر زيان عامو خلکو ته رسېږي؛ ځکه نرخونه لوړېږي. دولت نه مو غوښتنه دا ده چې د قانون په رڼا کې د سوداګرو مالونه تشريح کړي او خپل محصول ترلاسه کړي.))

پژواک هڅه وکړه په دې اړه د خوست د ګمرک رييس نظر هم له ځان سره ولري، خو د هغوی په وينا، تر هغو چې ماليې وزارت ورته په لیکلې بڼه ځواب نه وي ورکړی، له رسنيو سره خبرو کولو ته نه شي حاضرېدای.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.