ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د دوربابا ولسوالۍ ولسوال او امنيه قوماندان ټپيان شوي

author avatar
1 Sep 2018 - 11:41
author avatar
1 Sep 2018 - 11:41

جلال اباد (پژواک، ١٠ وږى ٩٧): د ننګرهار چارواکي وايي چې د دغه ولایت د دوربابا ولسوالۍ ولسوال او امنيه قوماندان په يوه چاودنه کې ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د وږي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولسوال همېشه ګل او امنيه قوماندان نواب پر رينجر موټر نن سهار شاوخوا لس بجې د ګړوکو په سيمه کې چاودنه وشوه.

هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې ولسوال او امنيه قوماندان د هغوی له يوه ساتونکي سره ټپيان شوي دي.

دی وايي، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او زیاتوي چې روغتيايي وضعيت يې د ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ وړ دی.

د دې چاودنې مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.