کابل (پژواک، ۱۰ وږی ۹۷): یو استنادي دېوال او د اوبو څلور کانالونه چې ټول ۴۶ کیلومتره اوږدوالی لري، د هېواد په پنځو ولایتونو کې د ۱۵۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یونیم کال په موده کې بیارغول کېږي.
د دغو پروژو تړونونه د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست محمدگل خلمي او د پنځو خصوصي شرکتونو استازو ترمنځ نن په کابل کې لاسلیک شول.
خلمي وویل چې په دې پروژو کې د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د سلطان پور او شمشاپور سیندونو د ۱۲۰۰ متره مربع استنادي دېوال بیارغونه او د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې د کده هال کانال څه باندې اته کیلومتره بیارغول شامل دي.
دغه راز نوموړي زیاته کړه چې د خوست ولایت په مرکز کې د شیرغه کانال لس کیلومتره بیارغول، د نیمروز ولایت د کنګ ولسوالۍ د قاضي کانال نږدې ۱۶ کیلومتره رغونه او د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ د کبرزان کانال د لس نیم کیلومترو رغول هم په یادو پروژو کې شامل دي.
د اوبو او برېښنا وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال په یادو سیمو کې چې ټاکل شوې د اوبو کانالونه یې بیا ورغول شي، نږدې ۲۸۰۰ هکتاره ځمکو ته اوبه رسېږي، خو د دې کانالونو په بیارغېدو سره به په دې سیمو کې څه باندې ۴۵۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه شي.
د یادو پروژو پلي کوونکو شرکتونو استازو وویل چې پروژې به د تړون له مخې ترسره کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن