ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز والي: د سولې کاروان غوښتنې د ټول ملت غوښتنې دي

د کندوز والي: د سولې کاروان غوښتنې د ټول ملت غوښتنې دي

author avatar
1 Sep 2018 - 14:30
د کندوز والي: د سولې کاروان غوښتنې د ټول ملت غوښتنې دي
author avatar
1 Sep 2018 - 14:30

کندوز ښار (پژواک، ١٠ وږى ٩٧): د کندوز والي وايي چې د سولې کاروان غوښتنې پر ځاى او د ملت هيله ده، بايد د سيمې او نړۍ هېوادونه ورسره په دې برخه کې همکاري وکړي.

دغه څرګندونې د کندوز والي عبدالجبار نعيمي نن د سولې کاروان له غړو سره د ليدنې پر مهال وکړې.

په دې ليدنه کې نعيمي وويل چې د لومړي ځل لپاره د سولې غوښتنې دغو اتلانو له هلمند، کندهار، زابل، غزني او میدان وردګو ولایتونو تر کابل پورې پلی تګ کړى دى.

هغه زیاته کړه چې د سولې غوښتنې دغو ځوانو سفیرانو خپل حرکت ته دوام ورکړ چې په ترڅ کې يې له کابل څخه کندوز ته راغلل.

ده د کاروان غړو ته په خطاب کې وويل: ((تاسو د یو ملت د سولې سفیران یاست د شاوخوا ۳۰ میلونو وګړو د ارمان او غوښتنې لپاره مو مزل پیل کړی دى.))

دغه راز نعيمي دا هم وويل چې سولې کاروان له غوښتنو ټوله نړۍ او ټول ملتونه خبر دي.

دى وايي: ((دا د افغان ملت غوښتنه ده او باید د سیمې او نړۍ ټول هېوادونه دې برحقې غوښتنې ته مثبت ځواب ووایي او د سولې په ټينګښت کې مرسته او همکاري وکړي.))

نعيمي وايي چې د کندوز ولايت هر فرد د سولې کاروان له دغه حرکت څخه ملاتړ کوي او په هېواد کې سوله او امن غواړي.

د يادونې ده، د سولې کاروان پرون سهار مزارشريف ښار ته د تلو پر ځای کندوز ولايت ته ولاړ.

له هلمند ولايت څخه را خوځېدلى د سولې دغه کاروان په ٣٨ ورځو کې له ۷۰۰ کيلومتره پلي تګ او د خلکو له پراخ ملاتړ وروسته د غبرګولي په ۲۸مه کابل ته ورسېد.

د دغه کاروان غړو په کابل کې د يو شمېر سفارتونو مخې ته د سولې د راتګ په موخه د پرلت خېمې ووهلې او له هغه وروسته يې د بلخ ولايت پر لور لوڅې پېښې پلى تګ پيل کړى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.