جلال اباد (پژواک ۱۰ وږی ۹۷): د ننګرهار ولايت امنيتي چارواکي وايي، په تېرو دوو مياشتو کې يې د بېلابېلو عملياتو پرمهال د مختلفو جرمونو په تړاو ۲۸۸ کسان نيولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته يې سپارلي دي.
دوی وايي، له يادو کسانو سره ۵۰۰ ميله بېلابېل ډوله وسلې، زياته اندازه مهمات، سلګونه کيلو ګرامه نشه يي توکي او لسګونه نقليه وسايط هم نيول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ امنيتي مرستيال سمونوال ګل رحيم ساپي چې د وږي په ١٠مه يې د دغه ولايت د امنيتي وضعيت په تړاو د خبريالانو پوښتنې ځوابولې، وويل، له تېرو دوو مياشتو راهيسې د دغه ولايت مرکز جلال اباد ښار او ولسواليو کې يې له ملي اردو، ملي امنيت او نورو ځواکونو سره په ګډه څو ځانګړي عمليات ترسره کړي دي.
دی وايي، د دغو عملياتو پرمهال د وسله والو ډلو د غړو په ګډون ۲۸۸ مجرمين او له جرمونو سره د تړاو په تور کسان نيول شوي او عدلي او قضايي ارګانونو ته پېژندل شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د يادو عملياتو پرمهال دغه راز ۵۰۰ ميله بېلابېلې وسلې، په زياته کچه چاودېدونکي او جګړه ييز مهمات، سلګونه کيلو ګرامه نشه يي توکي او لسګونه نقليه وسايط هم نيول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.
ساپي ومنله چې په ننګرهار کې له دغو هلو ځلو سره سره بيا هم بشپړ امنيت تامين نه دی؛ خو وايي، علتونه يې دغلته د پوليسو د تشکيل کموالی او له پاکستان سره ګډه اوږده پوله ده، چې د دوی د هلو ځلو خنډ ګرځي.
بلخوا د ننګرهار د ولايتي شورا يو شمېر غړي وايي چې د دغه ولايت امنيتي وضعيت تر ډېره د اندېښنې وړ دی او يواځې د وسله والو او يا مجرمينو نيول نه شي کولی چې امنيت تامين کړي، بلکې دلته د پراخو چاڼيزو عملياتو اړتيا ليدل کېږي.
د شورا منشي حميرا رفيع وايي، په تېر کوچني اختر کې د اوربند پرمهال ګڼ شمېر وسله وال او وسلې ښار ته انتقال شوي او تر هغه وخته چې ښار کې کور په کور عمليات ترسره نه شي؛ نو امنيت ورسره نه شي تامينېدلی.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو مياشتو کې د جلال اباد ښار امنيتي وضعيت سخت خراب شوی و او هره ورځ امنيتي پېښې رامنځته کېدلې، چې تر ګڼو ډله ييزو بريدونو وروسته د ښار امنيت د ملي اردو او د کورنيو چارو وزارت ځانګړو ځواکونو ته وسپارل شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن