ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ځینو ولایتونو کې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په ځینو ولایتونو کې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
1 Sep 2018 - 12:13
په ځینو ولایتونو کې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
1 Sep 2018 - 12:13

کندهارـ کلات (پژواک، ١٠ وږى ٩٧): ځايي چارواکي وايي چې په کندهار، اروزګان او زابل ولايتونو کې د ځمکنيو او هوايي عملياتو په لړ کې لسګونو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

یاد چارواکي زیاتوي چې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو عملیات کړي چې پر مهال یې ۲۴ وسله وال وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.

په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند تورن احمد صادق د وږي په ١٠مه پژواک اژانس ته وویل، دغه عملیات تېره شپه د ملي اردو د ۳مې پلې لوا له خوا د ميوند ولسوالۍ په انار باغ، شلغمي او ښامیر کلیو کې شوي دي.

هغه زیاته کړه چې په دغو عملیاتو کې ۲۴ وسله وال وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي خو د ملي اردو سرتېرو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

ده یادونه وکړه چې د عملیاتو په لړ کې شپږ موټر او موټرسایکلونه هم ویجاړ شوي او یوه شمېر وسلې هم د سرتېرو لاس ته ورغلې دي.

د يو بل خبر له مخې، په ارزوګان ولایت کې هم ۳۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ۲۰۵ اتل قول اردو دغه ویاند وايي، د همدې قوماندانۍ د څلورمې پلې لوا، پولیسو او ملي امنیت له خوا په عملیاتو کې چې د اروزګان د مرکز ترینکوټ په یو شمېر ساحو کې شوي، ۲۱ وسله وال وژل شوي، ۱۰ نور ټپیان او دوه نیول شوي دي.

دی زیاتوي، دغه عملیات د هوايي ځواک په مرسته شوي دي.

نوموړي وویل، د عملیاتو په پایله کې د وسله والو ۴ مرکزونه او د چاودېدونکو توکو یوه زېرمه هم له منځه وړل شوي دي. دغه راز ده د یو شمېر وسلو او مهماتو د نیولو یادونه هم وکړه.

بلخوا د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال وايي چې تېره شپه اووه بجې د ولايت د مرکز کلات د مکي باړيو په سيمه کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې د دوو قوماندانانو په ګډون درې وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

هغه زياته کړه چې دغه راز د جلدک په سيمه کې د شاهراه پوليسو په يوه کمين کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او په دواړو عملياتو کې د هغوى يو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.