ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د پښتنو او بلوڅو پیوستون ورځ ونمانځل شوه

کابل کې د پښتنو او بلوڅو پیوستون ورځ ونمانځل شوه

author avatar
1 Sep 2018 - 16:47
کابل کې د پښتنو او بلوڅو پیوستون ورځ ونمانځل شوه
author avatar
1 Sep 2018 - 16:47

کابل (پژواک، ١٠ وږى ٩٧): کابل کې د پښتنو او بلوڅو د پيوستون ورځې په نمانځغونډه کې د دغو قومونو ترمنځ پر يووالي ټينګار وشو.

دغه ورځ له ١٣٢٨ لمريز کال راهيسې هر کال د وږي په نهمه نمانځل کېږي.

د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ نن په کابل کې د افغانستان د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت له خوا د شاوخوا ٢٥٠ کسانو په ګډون ونمانځل شوه.

د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت  د جرګو او قبايلو چارو د همغږي مرستيال محمد يعقوب احمدزي په دې غونډې کې وويل چې د پښتنو او بلوڅو درد او غم يو دى او ترمنځ یې د اړيکو شلېدل ناشوني دي.

ده د ډيورند پر کرښه د پاکستان له خوا د اغزن سيم غځولو ته په اشارې وويل: "ډېر وخت د اغزن سيم غځول، د خندقونو ايستل، د دېوالونو او دروازو جوړول، وروڼه قومونه نه شي سره بېلولای او کوم تصميمونه چې د ډيورند کرښې په اړه نيول شوي، افغان دولت او ولس ته د منلو وړ نه دي."

په ولسي جرګه کې د اروزګانو د خلکو استازي عبيدالله بارکزي غونډې ته په وينا کې وويل: "پخوا به دغه ورځ په لوی جشن سره په پغمان کې نمانځل کېده، خو نن دومره له پرديو تنګ راغلي يو چې اوس دغه مراسم په يوه کوچنۍ خونه کې نمانځل کېږي."

ده د پښتنو او بلوڅو ترمنځ پر يووالي ټينګار وکړ او دا يې د هغوى د حقونو ترلاسه کولو غوره لار وبلله.

د بلوڅو يوه مشر خداینظر سرپادشاه نن هم دې غونډې ته وينا وکړه، ويې ويل: "زموږ قوم تل د استعمارګر پر وړاندې خپله مبارزه جاري ساتلې او لا دوام لري، زموږ د ټولو افغانانو او بلوڅو وينه يوه ده او يووالي ته اړتيا لرو."

د ده په وينا، بلوڅان د ازادۍ بېرته ترلاسه کولو لپاره خپله مبارزه جاري ساتلې او تر هغه به دوام ورکوي چې بلوچستان بېرته خپله ازادي ترلاسه کړي.

ده هم وويل چې تر دې وړاندې به ياده ورځ په افغانستان کې د جشنونو په ترسره کېدو نمانځل کېده خو اوس لکه څنګه چې په کار ده، نه نمانځل کېږي.

هغه زياته کړه: "هر څه زموږ مشترک دي، خو افغان حکومت له موږ بلوڅانو سره لکه څنګه چې اړينه ده همکاري نه ده کړې او نړيوالې ټولنې هم زموږ غږ په خلاصو غوږونه نه دی اورېدلی."

په نننۍ غونډه کې د بلوڅانو مشر عبدالکريم خان براهوي پيغام هم ولوستل شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.